د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د استانبول  د ښاروالۍ د ټاکنو په ترڅ کې خپله رای  وکاروله.

ولسمشر اردوغان خپله رای وکاروله

1223452
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د استانبول  د ښاروالۍ د ټاکنو په ترڅ کې خپله رای  وکاروله.

 

ولسمشر اردوغان  د خپلې میرمنې په ملګرتیا  د استانبول د اوسکودار په ولسوالۍ کې  د صفت چلبي په منځني ښوونځي کې خپله رای وکاروله.

ولسمشر اردوغان  د رای د کارولو نه وروسته  خبریالانو ته لنډې څرګندونې وکړې.

هغه وویل «  د هر څه مخکې باید ووایو  چې  د استانبول  په څیر  په یو لوی ښار باید  ټاکنې  د دویم ځل لپاره  ترسره شوي نوی . خو  د مارچ د ۳۱ مې په ټاکنو کې د استانبول په اړه د بعضو ستونزو د رامنځته کیدو نه وروسته  د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د استانبول  د ټاکنو د تکراریدو پریکړه وکړه.

زه پوره باور لرم چې د استانبول په اړه به  تر ټولو  مناسبه  او پر ځای پریکړه د استانبول خلک وکړي. د استانبول  پدې ټاکنو کې د ګډون د کچې د لوړولو په خاطر مو ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې. هغه کسان چې د رخصتۍ په خاطر  د استانبول نه بیرون تللي وو استانبول ته د هغوې د راستنولو په برخه کې مو ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي  دي. انشاالله چې پدې ټاکنو کې د ګډون کچه به لوړه وي. د استانبول ټاکنو پایلې به د نږدې نه تعقیب کړم. »



اړوند خبرونه