ملګروملتونو سازمان د ترکیې نه مننه وکړه

ملګروملتونو سازمان  د بشري حقونو کمشنرۍ  ویلي دي چې  د سعودي عربستان د ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت د روښانولو  په مسئله کې  د ترسره کړې  ډیرې عالي همکارۍ له امله  د ترکیې د احسانونو  مدیون یو.

1221666
ملګروملتونو سازمان د ترکیې نه مننه وکړه

 

د بشري حقونو د کمشنرۍ  پرته د محاکمې د وژنو د برخې ځانګړې راپورترې  اګنس کالامارد  د جمال قاشقچي د جنایت په اړه د جوړ کړي  راپور اړوند  څرګندونې وکړې.

هغې  په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  د ترکیې د حکومت نه  د جمال قاشقچي د جنایت د روښانولو په برخه کې  زمونږ سره  د ترسره کړې  عالي همکارۍ له امله  مننه کوو. هغې ویلي دي چې مونږ  د ترکیې  د احسانونو مدیون یو.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د کمشنرۍ لخوا په خپور شوي راپور کې  سعودي عربستان  د جمال قاشقچي  د جنایت اصلي مسئول  بلل شوی دی. په راپور کې راغلي دي چې  قاشقچي د سعودي عربستان لخوا په قصدي  ډول سره  وژل شوی دی.

پدې راپور کې ویل شوي دي چې د قاشقچي د جنایت په اړه په ترسره کړو تحقیقاتو کې داسې  کره اسناد او شواهد ترلاسه شوي دي چې له مخې  کیدای شي چې  د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان  او یو زیات شمیر جګپوړي سعودي چارواکیو نه تحقیقات وشي.

همداشان په راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د سعودي عربستان حکومت د ډیپلوماتیکو امتیازاتو نه د ناوړه استفادې  او د خپلې خاورې نه بهر په بل هیواد کې  د قوانینو نه د ښکاره سرغړونې له امله  باید د ترکیې نه  بښنه وغواړي.

د یادولو وړ ده چې  د سعودي عربستان ژورنالست جمال قاشقچي  د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دویمه نیټه  په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې  چې د رسمي چارو په خاطر تللی وو  په ډیره  بې رحمانه توګه ووژل شو.

د قاشقچي مړی  تر اوسه پورې  نا درکه دی.



اړوند خبرونه