ترکیې په یونان کې  د ترکي ډيپلوماټانو موټرو سوځول  په کلکو ټکو وغندل.

په یونان کې د ترکي ډیپلوماټانو پر موټرو برید شوی

1215724
ترکیې په یونان کې  د ترکي ډيپلوماټانو موټرو سوځول  په کلکو ټکو وغندل.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د یونان د سیلانیک په ولایت کې د ترکي ډيپلوماټانو پر موټرو دا برید په کلکو ټکو غندو.

په بیان کې راغلي دي چې نن  د یونان د سیلانیک په ښار کې د ترکیې د قونسلګرۍ د یو تن کارکوونکي  او د تورې بحیرې د تجارت او پراختیا د بانک د کارکوونکو د موټرو سوځول  په کلکه توګه غندو.

په بیان کې راغلي دي چې دا  برید او زشت عمل په هیڅډول د منلو وړ ندی.

په بیان کې راغلي دي چې  دا ډول بې مسئولیته  بریدونه به هیڅوخت هم  خپل هدف ته ونه رسیږي.

ترکیې د یوناني مقاماتو نه هر څه ژر ددې پیښې د فاعلینو د موندولو  او د قانون منګولو ته د سپارولو غوښتنه کړې ده.

د ویلو ده چې نن د سهار په ساعتونو کې په سیلانیک کې د ترکیې د تجاري اتشې  سرکان بورالي  ډيپلوماتیک  موټر د کور په مخکې د نامعلومو کسانو لخوا سوځول شوی دی.

همداشان  نږدې یو کیلو متره په واټن کې د یو تن بل ترک  موټر هم  سوځول شوی دی.

ویل کیږي  پدې بریدونو کې دواړه موټران  په کامله توګه سوځیدلي دي.

د پيښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي.


پيوندونه: #ترکیه , #یونان , #برید

اړوند خبرونه