ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.

1211690
ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  پدې ټیلیفوني خبرو کې  په ځانګړې توګه  د سوریې په ادلب سیمه کې  د د اسد د رژیم لخوا په ملکي وګړو  د روانو بریدونو  د مخنیوي د ترکېې پر لورې د کډوالۍ د لړۍ د مسئلې په اړه  د پوتین سره خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  په ادلب کې پر ملکي وګړو باید هر څه ژر روانه  بریدونه  ودرول  شي چې  د ترکیې پر لورې پيل شوې د کډوالۍ د بهیر مخنیوی وشي.

ولسمشر اردوغان  په ادلب کې هر څه ژر  اوربند  د رامنځته کولو  او په تعقیب سره يي  د سیاسي حل لارې د پیلولو  په مسئلې ټینګار وکړ.

همداشان  پدې ټیلیفوني خبرو کې په دوه اړخیزو اړیکو هم  خبرې شوي دي. ولسمشر اردوغان ویلي دي چې  دوه اړخیزې اړیکې په ډیره قوي توګه د پرمختګ پر لورې روانې دي. همداشان دواړو مشرانو  د جون د میاشتې په ۲۸ مه نيټه  په جاپان کې جوړیږي  د مخامخ  لیدنې په اړه هوکړه کړې ده .



اړوند خبرونه