ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په مرکزونو درانده بریدونه وکړل
د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف پیل شوي عملیات دوام لري
1211635
د ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د ترهګرو د تصفیې په موخه د پيل کړو پنجې په نامه د عملیاتو په چوکاټ کې د الزاب په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په تثبیت کړو هدفونو درانده بریدونه کړي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند یو زیات شمیر پټن ځایونه ، د وسلو او مهماتو ډیپوګان، د تجمع او روزنې مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د ترکیې ملي دفاع وزارت د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د پنجې عملیاتو سره په هماهنګۍ کې د عراق په شمال کې د الزاب په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په یو زیات شمیر هدفونو هوايي بریدونه ترسره شوي دي.
پدې بریدونو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند پټنځایونه، موضع ګانې، د وسلو او مهماتو ډیپوګان، د تجمع او روزنیز مرکزونه لمنځه وړل شوي دي.