ترکیې امریکا ته د اس ۴۰۰ توغندیو په اړه د ګډې کاري ډلې د جوړولو وړاندیز تکرار کړ

ترکیې  امریکا متحده ایالتونو  ته  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم  د مسئلې د څیړولو په اړه په ګډه د کاري ډلې د جوړولو  وړاندیز تکرار کړ.

1210828
ترکیې امریکا ته د اس ۴۰۰ توغندیو په اړه د ګډې کاري ډلې د جوړولو وړاندیز تکرار کړ

 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د نوموړې ټیلیفوني خبرو په اړه  د ټولنیزې مډیا له لارې معلومات خپاره کړل.

التون ویلي دي چې ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره پدې ټيلیفوني خبرو کې  د دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسئلو په اړه په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې.

هغه ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا ولسمشر مشر ته  د هیواد د ملي امنیت د اړتیا له مخې  د روسیې نه د اخیستل شوو اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم  د څيړولو  په مسئله کې  د یوې ګډې کاري ډلې د جوړولو  وړاندیز  تکرار کړ.

همداشان  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا د ولسمشر ټرمپ نه  په فولادو د لګولې اضافه ګمرکي تعرفې  د لرې کولو له امله  مننه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې  دا پریکړه  به  د ترکیې او امریکا ترمنځه سوداګریز حجم  ۷۵ میلیارده ډالرو ته د لوړولو هدف سره  مرسته وکړي.

ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر سره  پدې ټیلیفوني خبرو کې  د جون په ۲۸ مه نيټه د دوو ورځو لپاره په جاپان کې جوړیدونکې  د جي شل سازمان  په سرمشریزه کې  د مخامخ لیدنې په اړه په تفاهم  ورسیدل.



اړوند خبرونه