په سویډن کې د مهمې سیاستوالې لخوا د اردوغان پر خلاف لیکنې سخت غبرګونونه پارولي
په سویډن کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر خلاف کمپاین ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي.
په سویډن کې د مسیحیانو ډیموکراټ ګوند مشرۍ ایبا بوش هغه مقالې چې پکې لیکلي دي ترکیې ته تر هغه باید د اروپايي ټولنې غړیتوب ونکړی شي تر کومه چې رجب طیب اردوغان ددې هیواد ولسمشر وي. دې مقالې ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي.
د سویډن د مسیحیانو ډیموکراټ ګوند مشره چې غواړي د ولسمشر اردوغان سره د مخالفت په ښودلو سره د اروپا په پارلماني ټاکنو کې ملاتړ ترلاسه کړي په ټولنیزه مډیا کې ډیره سخت غبرګونونه پارولي دي.
نوموړې مقاله د سويډن د SVD په ورځپاڼه کې خپره شوې ده .
د دادیر لیکار په نامه د ټولنیزې مډیا یو تن فعاله ایبا بوش ته د لیکلې مقالې په ځواب کې ویلي دي چې « اردوغان د نړۍ تر ټولو ښه مشر دی. اردوغان نن ورځ اروپايي ټولنې ته اړتیا نلري بلکې اروپايي ټولنه اردوغان ته محتاجه ده. »
همداشان د ټولنیزې مډیا یو تن بل فعال بیا ایبا بوش ته په ځواب کې ویلي دي چې لږ تر لږه خبرونه او تلویزیون خو تعقیب کړه. نن ورځ پدې ټول ښه پوهیږي چې اروپا اردوغان ته اړتیا لري. هغې خپل هیواد د اقتصادي پلوه ډیر غښتلی کړی دی.ترکیه نن ورځ د اروپا لپاره په یو ډیر مهم اقتصادي هیواد بدل شوی دی.
یو تن بل فعاله بیا ویلي دي چې ولسمشر اردوغان نن ورځ په یو نړۍوال مشر بدل شوی دی. اردوغان یواځې د ترکیې نه بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو مشر دی. مسلمانان او اسلامي نړۍ د هغه په کړنو ډیر ښه اګاه دي.
د ټولنیزې مډیا یو تن بل فعال بیا د ترکیې ولسمشر اردوغان ترک ملت ته دعا کړې ده.
هغه ویلي دي چې الله دې د اردوغان او ترک ملت حفاظت وکړي. اردوغان نن ورځ یواځې د ترکیې نه بلکې د نړۍ د ټولو محتاجو او بې وسه انسانانو مشر دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله