امنیتي ځواکونو د پ ک ک ترهګرې ډلې دوه تنه مهم ډلمشران ووژل

د ترکیې امنیتي ځواکونو  په تونجعلي ولایت کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ.

1198760
امنیتي ځواکونو د پ ک ک ترهګرې ډلې دوه تنه مهم ډلمشران ووژل

 

د تونجعلي ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې امنیتي ځواکونو په یاد شوي ولایت کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  پر خلاف په عملیاتو کې  د دوو تنو مهمو ډلمشرانو په ګډون ۶ تنه  ترهګر له منځه یوړل.

ویل کیږي نوموړو  ترهګرو په یاد شوي ولایت کې پر امنیتي ځواکونو  د ستر برید لپاره  تیاري نیولې وه چې خپلې شومې موخې ته د رسیدو نه مخکې له منځه یوړل شول.

د وژل شوو ترهګرو د هویت په تثبیت کې معلومه  شوه چې په وژل شوو کې دوه تنه  د پ ک ک ترهګرې ډلې  مهم ډلمشران  دي چې  د هر یو په سر  یو نیم میلیونو  ترکي لیرې نقدي جایزه  ایښودل شوې وه  .



اړوند خبرونه