اردوغان  نن  په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا  ګوند په اونیزه  غونډه کې وینا وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  نن  په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا  ګوند په اونیزه  غونډه کې وینا وکړه.

1196761
اردوغان  نن  په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا  ګوند په اونیزه  غونډه کې وینا وکړه.

 

ولسمشر اردوغان  وویل چې ددې په هیله چې  د روژې مبارکه میاشت د ټول عالم اسلام  او ټول بشریت  لپاره د خیر او ښیګڼې  وسیله وګرځي.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې  پوهیږۍ  د روژې میاشت  د یو بل سره  د مرستو او خیر ښیګڼو  میاشت  ده.

د سولې دین  اسلام  روژې په مبارکه میاشت کې  هر ډول  بد اعمال  او ظلم  په  قطعي ډول سره  منع کړی دی  او ټول يي ښیګڼې، نیکو اعمالو، د یو بل سره مرستو  او احسان ته  هڅولي دي. که چیرې مونږ  په واقعیت سره  روژې مبارکه  میاشت  پدې ډول احیا کړو  دا به زمونږ  لپاره  د خوښې  ځای وي.

ولسمشر اردوغان وویل  همداشان  د روژې پدې مبارکه میاشت کې  د مسلمانانو د وینو تویونکي اسراییل، په سوریه کې  د بې ګناه انسانانو قتلوونکي اسد رژیم  او په مصر کې  د کودتا سره  واک ته رسیدلي  د سیسي حکومت او د پ ک ک ترهګرې ډلې  چې  بې ګناه انسانان په قتل رسوي  پر خلاف  باید  په حقیقي ډول سره  غبرګون وښایو.

ولسمشر اردوغان وویل ځینې برخې  چې د تیرو ۳۵ کلونو راهیسې  د عراق په خاوره کې د میشتو  ترهګرو  په واسطه  تل  ترکیې ته دسیسي جوړوي  پدې وروستیو کې  بیا په قبرس، ختیځې مدیترانه او ايژې په سمندر کې د ترکیې د حقونو  غضبولو ته  نسټونې  بډوهلي دي. خو ترکیه به هیڅکله هم  دیته اجازه ورنکړي.

ولسمشر اردوغان وویل  لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیه د څو لسیزو راهیسې  د اروپايي ټولنې سره  د پوره غړیتوب  په برخه کې په مذاکراتو بوخته ده. سره ددې چې  ترکیې د غړیتوب  ټول  شرایط  پر ځای کړي دي خو بیا هم  غړیتوب نه ورکول کیږي.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې پر امریکا هم  سختې نیوکې وکړې. هغه وویل امریکا پدې وروستیو کې په سیمه کې خپل سیاستونه  په ټینګار سره  د ترکیې د منافعو سره په ټکر کې  جوړوي  او په دومداره توګه  ترکیه په بندیزونو  ګواښي. ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیه او ترک ملت به تل  د ټول بشریت  او امت  د عزت  او شرف په خاطر د عدالت مبارزې ته دوام  ورکړي. ترکیه به تل حقیقت ویلو ته دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان په هیوادوالو غږ وکړ چې پدې مبارکو شپو او ورځو کې  د خپل هیواد او ملت سربیره  ټول امت او بشریت ته د سولې، امنیت او ثبات په خاطر  دعا وکړي. د روښانه راتلوونکي په خاطر  دعا وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل  الله تبارک و تعالی  د مشکلاتو سره  سم  مونږ  ډیرې زیاتې اسانتیاوې هم  راکړي دي. زمونږ  تر ټولو ستر قوت  په اخلاص سره  دعا ده، په اخلاص سره  عبادت  دی. دا خبره باید هیره نکړو. ددې مبارکو شپو او ورځو نه باید  په ډیره ښه توګه استفاده وکړو.



اړوند خبرونه