ولسمشر اردوغان د ناټو مشر حضور ته قبول کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو سازمان د عمومي مشر ینس ستولتنبرګ سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې راغلی دی په پلازمینه انقره کې ولیدل.
ستولتنبرګ چې د شمالي اتلانتیک د شورا په غونډه کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلی دی د ولسمشر اردوغان لخوا د چانکایا په ماڼۍ کې حضور ته ومنل شو.
د ولسمشر اردوغان او ستولتنبرګ لیدنې یو ساعت دوام وکړ. لیدنه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.
پدې لیدنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د ترکېې په ملي شورا کې د ناټو د چارو د هیئت رئیس عثمان عشقن بک او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه معلوماتو د ادارې رئیس پروفیسور ډاکټر فخرالدین التون هم ګډون درلود.
د ویلو ده چې ینس ستولتنبرګ د ولسمشر اردوغان سره د لیدنې نه مخکې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره لیدلي وو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله