د استانبول سيمه ايزې ټاکتې لغوه شوې
د ترکيې د ټولټاکنو خپلواکې ادارې د مارچ په ۳۱ مه ترسره شوو سيمه ايزو ټاکنو په چوکاټ کې د استانبول د ټاکنو د لغوه کولو پريکړه وکړه
په ترکيه کې د مارچ په ۳۱ مه په ترسره شوو ټاکنو کې د استانبول ټاکنې لغوه شوې.
د ترکيې د عدالت او پراختيا ګوند او د ملت پالو غورځنګ ګوند د مارچ د ۳۱ مې د سيمه ايزو ټاکنو په چوکاټ کې په استانبول کې په ټاکنو کې د درغليو د ترسره کيدو له امله د ټولټاکنو خپلواکې ادارې ته اعتراض کړی وو.
د عدالت او پراختيا ګوند د استانبول د ټاکنو په پايلو د اعتراض په خاطر د ټولټاکنو خپلواکې ادارې ته درې بکسه د شوو درغليو په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي وو.
د ټولټاکنو خپلواکې ادارې په اعتراضونو او وړاندې شوو درغليو اړوند د اسنادو او شواهدو د غور او ارزونو نه وروسته نن د استانبول د ټولټاکنو د پايلو د لغوه کولو او يا نه لغوه کولو رای اچونه وکړه.
په رای اچونه کې د ټولټاکنو د ۱۱ تتو غړيو نه ۷ غړيو د ټولټاکتو د پايلو د لغوه کولو او ټولټاکنې له سره د ترسره کولو په خاطر موافقه رايه او ۴ بيا مخالفه رای وکاروله. پدې ډول ټولټاکنې د رايو په اکثريت سره لغوه اعلان شوې.