ترکي انجینیرانو  د وسله والو ځواکونو لپاره  لیزر وسله تولید کړه.

د ترکیې علمي او تکنالوژیکو تحقیقاتو د ادارې  انجینیرانو  د وسله والو ځواکونو  په غوښتنه  لیزر  وسله وال تولید کړه.

1193685
ترکي انجینیرانو  د وسله والو ځواکونو لپاره  لیزر وسله تولید کړه.

 

ویل کیږي  دا وسله د  انجینیرانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې لخوا  د ۳ میاشتو په دننه کې  تولید شوې ده .

دا وسله  د نورمالو ټوپکونو  د پاسه  نصب  او کارول کیږي. دا وسله په ځانګړې توګه د ترکیې د ملي ټوپک  ام پ ټي ۷۶ لپاره جوړه شوې ده .

د ویلو ده چې  لیزر  وسله  په استانبول کې جوړ شوي د دفاعي صنایعو په نړۍوال نندارتون کې  ایدف  کې  نندارې ته وړاندې شوه.

د  هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  دا وسله د نږدې نه ولیده او د غور لاندې ونیوله. د ویلو ده چې  دا وسله په ډیره  اسانه توګه  د ټوپک د پاسه نصب او استفادې ته چمتو کیږي. دا وسله په یو لاسي بکس کې د انتقال  او د ۳۰ دقیقو په څیر په کمه موده کې  چارچیږي.

لیزر  وسله  د سلو نه تر ۱۵۰ مترو پورې  یو میلي متر  فولاد  سوري کولو  په ظرفیت جوړه شوې ده .

دا وسله یواځې  د لیزر په طاقت کار کوي او ټوپک ته بل هیڅډول ضرر نه رسوي.

د ویلو ده چې  د لیزر وسلې  جوړونکو  انجینیرانو ویلي دي چې په نوو موډلونو يي ورته کار پیل کړی دی. په راتلوونکي کې غواړو چې ددې وسلې حجم  کوچنی  او طاقت يي لا پسې قوي کړو.


پيوندونه: #ترکیه , #لیزر وسله

اړوند خبرونه