د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې

1192151
د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر له مخې  پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د مسئلې، دوه اړخیزو اړیکو، تجاري حجم  هدف، د سوریې په وروستیو پرمختګونو او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په ګډې همکارۍ  خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  پدې ټیلیفوني خبرو کې  ټرمپ  ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم  د تدارک  د مسئلې په اړه  د کاري ډلې د جوړولو وړاندیز وکړ.

همداشان ولسمشر  اردوغان  د امریکا ولسمشر ته  د سن دیګو په ښار کې  د یهودانو په کنیسه  د وسله وال برید له امله چې  ګن شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه  د تسلیت مراتب وړانډې کړل.

 



اړوند خبرونه