د اپریل ۲۳ مه د ماشومانو د اختر یا ځانګړې ورځ په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې تر ټولو ستر آرمان يي د هیواد د ماشومانو او ځوانانو لپاره لا روښانه راتلوونکي جوړول دي.
ولسمشر اردوغان دا خبره د اپریل ۲۳ مه په ترکیه کې د ملي حاکمیت او ماشومانو د اختر د ورځې په مناسبت په خپور کړي د مبارکۍ په پیغام کې کړې ده .
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې د ترکیې د ملي شورا د تاسیس د ۹۹ کلیزې او د ترکيې او نړۍ ماشومانو ته د اپریل ۲۳ مه د ماشومانو د ورځ له امله مبارکي ویلې ده .
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پيغام کې داسې ویلي دي ! « د هیواد د ملي حاکمیت د بنسټ د ایښودو پر مهال ، زمونږ د عزیز ملت لوی او وړو ټولو په ګډه بري او جمهوریت ته د غځیدلي لارې په خاطر د پوره اتحاد، اتفاق او یووالي سره نه ستړې کیدونکې مبارزه کړې ده. زمونږ د ملت لپاره چې ( حاکمیت پرته د قید او شرط نه زمونږ د ملت دی) د شعار سره د خپل استقلال او استقبال په خاطر قوي مبارزه کړې ده د ملي شورا تاسیس ، د وطن او بیرغ سره د هغوې بې سارې مینې زمونږ د یووالی، اتحاد ، اتفاق او ورورولۍ ضمانت کړی دی. »
د ۱۹۲۰ کال د اپریل ۲۳ مه زمونږ د ملت لپاره چې ملي اراده يي په هر څه لوړه بللې ده او په یو غږ يي ویلي دي چې د ملي ارادې پرته بل ځواک ، اداره او وصایط نه پیژني د پوره خپلواکۍ او استقلال پر لورې د پرمختګ د اعلان ورځ ده. زمونږ قهرمان ملت چې د خپلواکۍ په جګړه کې د قهرمانۍ داستان لیکلی دی د خپلواکۍ د ترلاسه کولو نه وروسته هم د جمهوریت د تاسیس او په چټکه توګه يي د هیواد د ودې او پرمختګ په خاطر هم نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي. د همدوې ددې نه ستړې کیدونکو هلو ځلو په نتیجه کې ترکیه نن په نړۍ کې نمونه د مثال او په یو قوي هیواد بدل شوی دی.
« مونږ هم د خپل ملت د پوره ملاتړ سره د هیواد د روښانه راتلوونکي ضمانت کوونکو ماشومانو لپاره د لا قوي، لا بډایه او لا با ثباته یوې ترکیې جوړولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې کار کوو. د اپریل ۲۳ مه د ماشومانو اختر چې زمونږ ماشومان يي د نړۍ د ټولو ماشومانو سره په ګډه توګه لمانځني زمونږ د ملت لخوا ماشومانو ته په کومه اندازه د اهمیت د قایلیدو ښکاره مثال دی. زمونږ ملت ماشومانو ته د نړۍ تر ټولو د قیمتي خزانې په سترګه ګوري او ډير زیات اهمیت ورته قایل دي. زمونږ تر ټولو ستر آرمان ماشومانو او ځوانانو ته د لا روښانه راتلوونکي جوړول دي. »
ولسمشر اردوغان پدې پيغام کې د هیواد د ملي شورا د تاسیس د ورځ نه راپدیخوا د ملي شورا د چت لاندې هیواد ته خدمت کوونکو ټولو وکیلانو نه د مننې په کولو سره ویلي دي چې « د استقلال د جګړې د عالی سرقومندان، د ترکیې د ملي شورا د بڼسټ ایښودونکي او لومړني رئیس او د ترکیې د جمهوریت موسس غازي مصطفی کمال اتاترک ، ټولو شهیدانو او غازیانو نه په ډیرې درناوۍ سره یادونه کوو او د الله د دربار څخه ورته د رحمت غوښتنه کوو. »
ولسمشر اردوغان د هیواد او نړۍ ټولو ماشومانو ته د اپریل د ۲۳ مې د ماشومانو د ځانګړي اختر له امله د زړه له کومې مبارکي ویلې ده .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.