د ترکیې استخباراتو په استانبول کې د متحده عربي اماراتو د استخباراتو ۲ تنه جاسوسان نیولي

د ترکیې  د ملي استخباراتو  تشکیلاتو  د استانبول په ښار کې د متحده عربي اماراتو د استخباراتو دوه تنه جاسوسان  ونیول.

1186738
د ترکیې استخباراتو په استانبول کې د متحده عربي اماراتو د استخباراتو ۲ تنه جاسوسان نیولي

 

د استانبول  لوی څارنوالۍ  لخوا د روانو تحقیقاتو په چوکاټ کې  د متحده عربي اماراتو د استخباراتو دوه تنه  کارکوونکي د ترکیې د استخباراتو لخوا ونیول شول.

څارنوالۍ  ویلي دي د نیول شوو جاسوسانو په اړه    په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د وژل شوي  سعودي ژورنالست جمال قاشقچي  د پیښې سره  د تړاو لرو یا نه لرو اړوند هم   تحقیقات  پيل شوي دي .

د نیول شوو جاسوسانو د هویت په اړه هم  څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه