ولسمشر اردوغان د ایران د بهرنیوچارو وزیر حضور ته قبول کړ

ولسمشر اردوغان د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف سره په انقره کې لیدنه وکړه

1185354
ولسمشر اردوغان د ایران د بهرنیوچارو وزیر حضور ته قبول کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ایران  د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی حضور ته قبول کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  د ولسمشر اردوغان او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف  لیدنې  یو ساعت او ۱۰ دقیقې دوام وکړ.

پدې لیدنه کې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم  ګډون درلود.

د ویلو ده چې  د ایران د بهرنیو چارو وزیر  چې پرون ترکیې ته راغلی  لومړی  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره  دوه په دوه لیدنه وکړه.

وروسته په خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.



اړوند خبرونه