ولسمشر اردوغان : د ترکیې دښمنان غواړي چې د خپلو نوو چټلو لوبو سره زمونږ په منځ کې نفاق تخم وکړي

ولسمشر اردوغان د پولیسو د تشکیلاتو د ۱۷۴ یمې کلیزې په مراسمو کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې

1180829
ولسمشر اردوغان : د ترکیې دښمنان غواړي چې د خپلو نوو چټلو لوبو سره  زمونږ په منځ کې نفاق تخم وکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل  هغه برخې چې  غواړي  د ترکیې  د پولو نه پورې غاړې  د ترهګرو  د دهیلیز  د جوړولو سره  په ترکیې  فشار وارد کړي  په نږدې راتلوونکې کې به هغوې ته  په هغه ژبه  چې  پرې پوهیږي ځواب ورکړو.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د انقرې د ګولباشي په ولسوالۍ کې  د ځانګړو ځواکونو  په ریاست کې  د پولیسو د تشکیلاتو  د ۱۷۴یمې کلیزې په ویاړ په جوړو شوو ځانګړو مراسمو کې  وکړې.

ولسمشر  اردوغان  د ځانګړو ځواکونو د ریاست نوې ودانۍ هم  پرانیسته. ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې  ته په اشارې سره وویل « د هیواد دښمنانو  زمونږ  د ملت ترمنځه  د نفاق او خپلمنځنیو شخړو د رامنځته کولو په خاطر  خپلې ټولې چټلۍ لوبې  وکارولې. یوه لوبه هم  ترینه پاتې نشوه. حتا  خبره يي تر کودتا هم  ورسیده. د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه يي د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په واسطه  کودتا ناکامه هڅه وکړه خو  له نیکه مرغه چې خپلو شومو موخو ته  ونه رسیدل. اوس غواړي چې  د ترکیې د پولو نه پورې غاړې ته  د ترهګرو د دهلیز په جوړولو سره  په ترکیې  فشار وارد کړي . ددوې په مقابل کې مو  ډیر مهم ګامونه اوچت کړي  او دا هم  ورته  وښوده چې  په هیڅډول به  خپلو موخو ته  ونه رسیږي. »

ولسمشر اردوغان وویل  هغه  برخې چې  اوس هم  په خپلو دې ورانکارانه  سناریو ګانو  ټینګار کوي په نږدې راتلوونکې کې به ورته  د هغوې په ژبه  ځواب ورکړو.

 



اړوند خبرونه