د اس ۴۰۰ په اړه د چاوش اوغلو مهمې څرګندونې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل که چیرې امریکا ترکیې ته د پاتریوت دفاعي سیستم  د ورکولو ضمانت ورنکړي  ترکیه  به  د روسیې نه  دویم اس ۴۰۰ دفاعي سیستم  هم وپيري.

1180526
د اس ۴۰۰ په اړه د چاوش اوغلو مهمې څرګندونې

 

چاوش اوغلو دا څرګندونې  د یو خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. هغه  تیره اونۍ امریکا ته د خپل سفر  او  ولې ترکیې  د روسیې نه اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  سیستم  وپیرود  په اړه پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې په امریکا کې د امریکايي چارواکیو سره  په لیدنه کې  د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د پيریدو  لامل  بیان کړ. هغوې په ځواب کې وویل چې مونږ  پدې خبره نه پوهیدو.

چاوش اوغلو وویل چې  ترکیه  د روسیې نه  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو رانیول  د ناټو سازمان د اساساتو سره په ټکر کې کوم اقدام ندی. ځکه چې  دم ګړۍ د ناټو سازمان یو زیات شمیر غړي  اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  په اختیار کې لري.

هغه  د هغه ادعا په ځواب کې چې ویل کیږي اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  د اف ۳۵ ډوله  نوي نسل جنګي الوتکو سره په ټکر کې  دی  وویل ، مونږ  پدې اړه  امریکا ته  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  د سیستم  په اړه د تحقیقاتو کولو  او ارزونې  وړاندیز کړی وو.

مونږ  امریکا ته وویل چې راځۍ  یو ګډ  څیړنیز کمیسیون وټاکو. دا کمیسیون به  اس ۴۰۰ سیستم  په اړه  په اړخیزه توګه تحقیقات وکړي او دا به معلومه کړي چې ایا  دا سیستم  د اف ۳۵ نوي نسل  جنګي الوتکو ته  کوم خطر  پیښوي او که نه. امریکا  تر اوسه پورې  زمونږ  وړاندیز ته  ځواب  ندی راکړی.

چاوش اوغلو وویل چې ترکیه  د یو مستقل او خپلواکه هیواد په صفت کولی شي چي هره پریکړه پخپله وکړي. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا وايي که چیرې  ترکیه  اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  ترلاسه کړي  تحریمونه به پرې ولګوي داسې وویل، دا ډول  اقدامات  زمونږ  متحدوالي  او تفاق ته  ضرر رسوي. البته چې دا لومړی ځل ندی چې هغوې  دا ډول اقدامات کوي. امریکا  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو وای پ جي سره  د پوځي همکاریو او مرستو په ترسره کولو سره  زمونږ ترمنځه اتفاق او متحدوالي ته  ستر ضرر رسولی دی.

هغه وویل چې د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر پمپیو ته مو په ښکاره توګه وویل که چیرې امریکا  ترکیې ته د پاتریوت  دفاعي توغندیو په برخه کې ضمانت ورنکړي  ترکیه به د  روسیې نه دویم د اس ۴۰۰دفاعي توغندیو سیستم هم  راونیسي. ځکه چې ترکیه  مجبوره ده چې ځان نه دفاع وکړي.



اړوند خبرونه