ولسمشر اردوغان د خپل ګوند د چارواکیو سره د تیرو ټاکنو په اړه غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان د استانبول د ښاروالۍ د ریاست لپاره د خپل ګوند د نوماند او نورو چارواکیو سره ولیدل
1176709
د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند عمومي مشر رجب طیب اردوغان د استانبول د ښاروالۍ د ریاست لپاره د عدالت او پراختیا د ګوند د نوماند بنعلي ییلدرم، ځینو وزیرانو او د خپل ګوند د چارواکیو سره د مارچ د ۳۱ مې د ټاکنو د ارزونې په خاطر غونډه وکړه.
دا غونډه د استانبول د دولمه باغچه په ماڼۍ کې د ولسمشر اردوغان د کار په دفتر کې ترسره شوه.
ولسمشر اردوغان په غونډه کې د ګډون کوونکو وزیرانو او خپل ګوند د چارواکیو سره د مارچ د ۳۱ مې نیټې د سیمه ایزو ټاکنو پر پایلو غور او ارزونې وکړې.
د ویلو ده چې د نوموړې غونډې د پریکړو او جزیاتو په اړه څه ندي ویل شوي .