د دین او عقیدې له مخې د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې پریکړه لیک ومنل شو

د ترکیې په مشرۍ  جوړ شوی  د دین او عقیدې له مخې د ترهګرۍ  او نور تاوتریخوالي پر خلاف د مبارزې  اړوند  پریکړه لیک  چې  د ملګروملتونو  د امنیت شورا ته وړاندې شوی  وو  د رایو په اکثریت سره ومنل شو.

1176127
د دین او عقیدې له مخې د ترهګرۍ پر خلاف  د مبارزې پریکړه لیک ومنل شو

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  تیره ورځ  د ملګروملتونو په عمومي  غونډه کې  د نوموړي پریکړه لیک  متن  په لوستولو سره  د ملګروملتونو د سازمان ټولو غړیو ته  وړاندې کړ.

پدې پریکړه کې لیک کې  د مارچ په ۱۵ مه نيټه  په نوي زیلاند کې پر دوو جوماتونو ترسره  شوي بریدونه په کلکه توګه غندل شوي دي او په راتلوونکې کې د داسو پيښو د نه تکراریدو  په خاطر  په ټولو هیوادونو د لازمو تدابیرو د نیولو  غږ شوی دی. همداشان  دا پریکړه لیک  د ملګروملتونو د سازمان د ټولو غړیو  د رایو په اکثریت سره  ومنل شو.

د ترکیې د بهرنیو چارو زویر مولود چاوش اوغلو د ملګروملتونو سازمان د عمومي غونډې نه وروسته  د ملګروملتونو د مدنیتونو د اتفاق د عالي کمشنر میګویل مورانتینوس  سره  لیدنه وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  د نوموړې لیدنې د جزیاتو په اړه  د ټولنیزې مډیا له لارې معلومات ورکړي دي. هغه ویلي دي چې پدې لیدنه کې مو  د اسلام فوبیا، اسلام دښمنۍ، بهرنیو پر وړاندې د دښمنۍ او نفرت  د مخنیوۍ او مبارزې په مسئلې خبرې وکړې. پدې لیدنه کې مو د نوموړو  مسئلو پر خلاف په نړۍواله کچه د مبارزې غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په نیویارک کې  د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته  د ناټو سازمان د تاسیس د ۷۰ کلیزې  او د ناټو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون په خاطر  واشنګټن ته  سفر وکړ.   



اړوند خبرونه