د ایران ولسمشر روحاني او د حماس غورځنګ ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله

د ایران ولسمشر حسن روحاني  په سیمه ایزو ټاکنو کې د ستر بري له امله  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  مبارکي وویله.

1175357
د ایران ولسمشر روحاني او د حماس غورځنګ ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله

 

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ  د څرګندونو له مخې  ولسمشر حسن روحاني په ترکیه کې د مارچ د ۳۱ مې نیټې د ټولټاکنو له امله ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.

ولسمشر روحاني د ترکیې ولسمشر اردوغان ته په استولي پيغام کې داسې  لیکلي دي!

(په ترکیه کې  د هیواد په کچه   د مارچ د ۳۱ مې نیټې  سیمه ایزې ټاکنې په ډیره ښه  فضا او بریالیتوب سره  د ترسره کیدو له امله  ستاسې  ذات عالي  او د ترکیې  ملت او حکومت ته  مبارکي وایم. ټولټاکنې  د خلکو لخوا خپل برخلیک  پخپله د ټاکلو او د ډیموکراسۍ  د حاکمیت  ښکاره نښانه ده. د دوست او ورور  هیواد  ترکیې د خلکو لپاره  د الله د دربار څخه  د لا زیاتو بریالیتوبونو او خوښیو غوښتنه کوم. )

همداشان  په فلسطین کې د حماس  غورځنګ  هم  د مارچ د ۳۱ مې په سیمه ایزو ټاکنو کې  د عدالت او پراختیا د ګوند  د ستر بري له امله  ولسمشر رجب طیب اردوغان  ته د مبارکۍ پيغام  راستولی دی.

د حماس د غورځنګ لخوا په راستول شوي  پیغام کې  ویل شوي دي چې د مارچ په ۳۱ مه نیټه  په ترسره شوو سیمه ایزو ټاکنو کې د عدالت او پراختیا  ګوند ستر بري  له امله مبارکي وایو. همداشان  پدې ټاکنو کې نورو ګوندونو ته هم  د بریالیتوب د ترلاسه کولو له امله  مبارکي وایو.

د حماس ډلې  ولسمشر اردوغان ته  هم  په ډیره شفافه او بریالیتوب سره  د ټاکنو د ترسره کولو له امله  مبارکي ویلې ده .



اړوند خبرونه