ولسمشر اردوغان خپله رای په استانبول کې صندوق ته واچوله

د ترکیې ولسمشر رجب  طیب اردوغان د سیمه ایزو ټاکنو لپاره  خپله رای وکاروله.

1173996
ولسمشر اردوغان خپله رای په استانبول کې  صندوق ته واچوله

 

ولسمشر اردوغان  او میرمن يي  آمنې  اردوغان  د استانبول  د اوسکودار په سیمه کې  د صافت چیبي په منځني ښوونځي  کې  رای وکارولې. 

د ښوونځي په بڼ کې د ولسمشر اردوغان نه  د سلګونو تنو هیوادوالو  لخوا ډیر تود هر کلی وشو . د ولسمشر اردوغان نه د ښوونځي  په دروازه کې د استانبول والي علي یرلي قایا، د استانبول ښاروال مولود اویسال، د اوسکودار د ولسوالۍ ښاروال حلمي ترکمن، د عدالت او پراختیا 

ګوند د استانبول  د ولایتي  دفتر رئیس بایرم شن اوجاق او یو زیات شمیر نورو چارواکیو  هرکلی وکړ.

ولسمشر اردوغان او میرمن يي آمنې اردوغان  د رایو  د کارولو نه وروسته د ترکیې ملي راډیو تلویزیون د خبریال پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان وویل چې  د ټاکنو د پایلو یوه برخه   به په استانبول کې تعقیب کړي  او وروسته به په یوې خبري غونډه کې ګډون وکړي  او بیا به پلازمینې انقرې ته روان شي.

د ټاکنو د پایلو پاتې  برخه به په انقره کې  تعقیب کړو. ولسمشر اردوغان وویل ددې په هیله چې دا ټاکنې د ټولو  لپاره د خیر وسیله وګرځي.



اړوند خبرونه