په ترکیه کې کې د سمیه ایزو ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر دوام لري
په ترکیه کې نن د ښاروالانو، د ښاروالۍ د ولایتي شورا د غړیو او ګذر د وکیلانو د ټاکنو په خاطر ټاکنې کیږي.
په ترکیه کې نن په میلیونونو تنو د سیمه ایزو چارواکیو د ټاکلو په موخه د رایو د صندقونو پر لورې لاړل.
په ترکیه کې په ځينو ولایتونو کې د رای اچونې بهیر د سهار په ۷ بجو او په ځینو نورو کې بیا د سهار په اتو بجو پيل شوه. په هغه ولایتونو کې چې د رای اچونې بهیر په ۷ بجو پيل شوی په ۴ بجو او په هغه ولایتونو کې چې په اتو بجو پيل شوی د مازیګر په ۵ بجو به پایته ورسید.
د ویلو ده چې نن په ترکیه کې نږدې ۵۷ میلیونه واجد د شرایطو رای ورکوونکو په ۱۹۴ زره او ۳۹۰ د رای اچونې په مرکزونو کې خپلې رای وکارولې.
د ترکیې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې له مخې د مارچ د ۳۱ مې په سیمه ایزو ټاکنو کې د عدالت او پراختیا ګوند، د مستقلې ترکیې ګوند، د ستر یووالي ګوند، د جمهوریت خلق ګوند، دیموکراټ ګوند، ډیموکراټ کین ګوند، د خلکو دیموکراتیک ګوند، ښه ګوند، د ملیت پالو غورځنګ ګوند، سعادت ګوند، د ترکیې کمونیست ګوند او د وطن ګوند د ګډون حق ترلاسه کړی وو.
د ویلو ده چې رای ورکوونکو ددې ټاکنو په ترڅ کې د ولایتونو او ولسوالیو ښاروالان، د ښاروالیو د شوراګانو غړي او د ګذر وکیلان وټاکل.
د ویلو ده چې د رای اچونې په بهیر په ټول هیواد کې پایته ورسید.
د ټاکنو غیرې رسمي پایلې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا په خبري رسنیو د پایلو د نشرولو په اړه د لګیدلي بندیز د لرې کیدو سره سم به شیبه په شیبه نشر شي.