د ننیو ټاکنو په اړه د ولسمشر اردوغان لومړنۍ ارزونې

د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان د مارچ د ۳۱ مې نیټې  د سیمه ایزو ټاکنو د غیرې رسمي پایلو په اړه  لنډې ارزونې وکړې.

1174281
د ننیو ټاکنو په اړه د ولسمشر اردوغان لومړنۍ ارزونې

 

ولسمشر اردوغان وویل چې  د عدالت او پراختیا ګوند  د ۲۰۰۲ میلادي کال د نوامبر د میاشتې راهیسې  تر ننه پورې  ټولې ټاکنې ګتلي دي  او ننۍ ټاکنې هم  په ډیر غوڅ اکثریت سره  ګټلي دي. د عدالت او پراختیا ګوند  پدې ټاکنو کې  د ملیت پالو غورځنګ ګوند سره  ایتلاف کړی وو چې زمونږ ائتلاف هم  په غوڅ  اکثریت سره  بریالی دی  .

هغه وویل چې  دادې د انقرې پر لورې روانیږي  او د ټولټاکنو د پایلو په اړه به وروستۍ ارزونې  هلته وکړو.

هغه وویل چې  د تل په څیر  به  په انقره کې د عدالت او پراختیا ګوند د مرکز نه  وینا وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې  نن  یو ځل بیا په ډیره عالي ، ډیموکراټیکه  او ازادې   بڼې سره  ټولټاکنې  پخیر سره  سرته ورسولې. ترک ملت پدې ټاکنو کې د قوي ګډون سره  خپله ازاده  اراده بیان کړه. ددې په هیله چې د ټولټاکنو  پایلې  زمونږ د هیواد، ښارونو، ولسوالیو او هر چا لپاره د خیر وسیله وګرځي. د ملت  ارادې ته درناوی  لرو. څه چې زمونږ  ملت غوښتې وي هغه زمونږ لپاره هم  د منلو وړ دي.

هغه وویل چې  د چا خبره د ټاکنې  پایلې  د معلومیدو په درشل کې دي. انشاالله چې  ښاروالان، د ښاروالۍ د شوراګانو غړي او د ګذر وکیلان به خپلې نوې دندې په خیر سره  پیل کړي. ټولو ته  مبارکي وایم.

هغه وویل البته   چې د عدالت او پراختیا ګوند به په ځینو ولایتونو کې  ټاکنې ګټلي او په ځینو کې به يي  بایللي وي . په ټاکنو کې  د ګتلو سره سم  بایلل هم  شتون لري. په کومو  ځایونو کې چې مو  ګټلي وي  داسې ښکاري چې هلته مو د خلکو په زړونو کې ځای نیولی دی  او په کومو ځایونو کې چې مو بایللي دي هلته  مو  ځان  په سمه توګه بیان کړی ندی.

همداشان  د ټاکنو پایلو ته په کتو سره  به خپله د لارې نقشه  له سره  جوړو. په خپلو کمبودیو به  له سره غور کوو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  په ترکیه کې راتلوونکي ټاکنې د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې کیږي. په راتلوونکو ۴ نیمو کلونو کې  ټاکنې په مخکې نلرو. البته چې  پدې موده کې به د هیواد د ترقۍ  او پرمختګ په خاطر  لا زیات کار وکړو. په هیواد کې به اقتصادي  اصلاحات ګړندي کړو او د ۲۰۲۳ کال هدف ته به ځانونه ورسو.

ددې ټاکنو پایلو  هغه برخو ته چې  زمونږ د اتحاد، اتفاق  او یووالي  د لمنځه وړو  هڅه کوي  او غواړي چې  زمونږ ترمنځه بې اتفاقي رامنځته کړي  یو ډير ښه ځواب  او پر مخ  ښه څپیړه ده.

 



اړوند خبرونه