ولسمشر اردوغان د ګولان تپو په اړه د ټرمپ د پریکړې پر خلاف سخت غبرګون وښود

اردوغان : آی ټرمپه! ته  د چا  خاوره  اسراییلو ته  ورکوې. دا د سوریې خاوره ده.

1171302
ولسمشر اردوغان د ګولان تپو په اړه د ټرمپ د پریکړې پر خلاف سخت غبرګون وښود

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا  د اشغال لاندې د ګولان تپې د اسراییلو د خاورې په توګه د په رسمیت پیژندو د پریکړې په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه  په ټرمپ غږ وکړ چې  آی ټرمپه! ته  د چا  خاوره  اسراییلو ته  ورکوې. د ګولان ټپې د سوریې خاوره  ده. پدې اړه  د ملګروملتونو  پریکړه هم  موجود ده.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې په استانبول کې  وکړې.

هغه  په ټرمپ غږ وکړ چې « ته  د چا خاوره  اسراییلو ته  ورکوې  او بښې. د ګولان ټپې د سوریې خاوره ده. پدې اړه  په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د ملګروملتونو د سازمان پریکړه  موجود ده . د ملګروملتونو  د پریکړې له مخې هم  دا خاوره  د سوریې ده.»

هغه په ټرمپ  د سختې نیوکې سره وویل چې  « د ملګروملتونو  سازمان د پریکړې سره سره  څنګه  کیدای شي چې ټرمپ  د سوریې خاوره  اسراییلو ته په بخشش کې ورکوي. اروپايي ټولنه  د اشغال لاندې د ګولان تپې د سوریې خاوره بولي او ستاسې دا پریکړه نه مني، اسلامي همکاریو تشکیلات مونږ  ستاسې دا پریکړه په رسمیت نه پيژنو  او نه يي منو. روسیه او چین  ستاسې دا پریکړه نه مني. د همدې امله  د ملګروملتونو د امنیت د شورا نه هم  پدې اړه  کومه پریکړه کول  ناممکنه ده . »

هغه پر ټرمپ ډیرې سختې نیوکې وکړې او وویل چې  د سوریې اړوند  خاوره  اسراییلو ته د ورکولو  واک  نلري.



اړوند خبرونه