ترکیې په هالنډ کې د تیرې ورځې خونړی  برید په کلکو ټکو وغنده.

د هالنډ د تیرې ورځې برید کوونکی ونیول شو

1166043
ترکیې په هالنډ کې د تیرې ورځې خونړی  برید په کلکو ټکو وغنده.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي  ترکیه هر ډول برید چې د هر چا لخوا شوی  وي په کلکه توګه غندي. دا چې  د هالنډ برید کوونکی په خټه ترک  هم  دا  مسئله  زمونږ په دریځ  کې کوم بدلون نه راولي.

بهرنیو چارو وزارت  ویلي دي چې د هالنډ د اوتریخت په ښار کې رامنځته شوی  وسله وال برید  په کلکو ټکو غندو. دا چې دا برید د چا لخوا او په څه ډول شوی دی  دا د ترکیې لپاره  کوم معنا نلري.

په بیان کې راغلي دي چې  پدې منفور  او وحشیانه برید کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته  تسلیت مراتب وړاندې کوو  او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو. همداشان  ددې برید له امله د هالنډ خلکو او حکومت سره  د غمشریکۍ  اظهار کوو.

د ویلو ده چې  د هالنډ  د اوتریخت په ښار کې  تیره ورځ په خټه ترک  یو تن  ۳۷ کلن برید کوونکي لخوا په ښاري ریل ګاډي کې په خلکو وسله وال برید وشو چې په ترڅ کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۹ تنه نور ټپيان شول.

برید کوونکی چې د برید  د ځای نه تښتیدلی وو  پرون ناوخته ساعتونو کې د پولیسو لخوا ونیول شو.

د هالنډ د امنیتي مقاماتو په وینا  برید کوونکی ۳۷ کاله عمر لري او ګوکمن تانش  نومیږي. برید کوونکی  په خټه ترک  هالنډ وګړی دی.

د هالنډ امنیتي مقاماتو ویلي دي د برید د انګیزې د معلومولو په خاطر تحقیقات دوام لري خو داسې ښکاري چې د کورنۍ  شخړې په پایله کې رامنځته شوی وي.


پيوندونه: #ترکیه , #هالنډ , #غندنه

اړوند خبرونه