ترکیې د هوايي ټرانسپورت په برخه کې په نړۍ تر ټولو زیات پرمختګ کړی

د هوايي ټرانسپورت نه د ترکیې کلني عواید ۱۱۰ میلیاردو لرو ته رسیدلي

1161735
ترکیې د هوايي ټرانسپورت په برخه کې په نړۍ تر ټولو زیات پرمختګ کړی

په ترکیه کې  د ملکي هوايي چلند عواید چې په ۲۰۰۳ کال کې  ۳ میلیارده ترکي لیرې وې  ۱۱۰ میلیاردو ترکي لیرو ته  لوړ شوي دي. دا خبره  د ترکیې ملکي هوانوردۍ عمومي ریاست  د خپلو فعالیتونو په راپور کې  کړې ده .

په راپور کې راغلي دي چې ترکیه په یو داسې  جغرافیه کې  موقعیت لري چې  یو نیم میلیارده تنه انسانان  د یو بل سره په الوتکه کې په څلور ساعته واټن کې  پراته دي. د همدې امله پدې سیمه کې  هوايي چلند خدمات  د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ  په وده دي.

په راپور کې راغلي دي چې  په ترکیه کې اقتصادې ودې، د ټکنالوژۍ پرمختګ او زیاتیدونکي رقابت په پایله کې  هوايي ټرانسپورت  د هرې ورځې په تیریدو سره  پرمختګ او وده کوي. ترکیې  د هوايي ټرانسپورت په برخه کې د نړۍ نه  ډیره وده کړې ده .

په راپور کې راغلي دي پداسې حال کې چې په ۲۰۰۳ کال کې  د هوايي ټرانسپورت نه د ترکیې کلنی عواید یواځې ۳ میلیارده ډالره وو  خو  په ۲۰۱۸ کال کې بیا  د عوایدو کچه  ۱۱۰ میلیاردو ترکي لیرو ته  لوړه شوه.

پدې ډول ترکیه د هوايي مساپرو په برخه کې په نړۍ کې په لسم  او په اروپا کې په څلورم کتار کې ځای لري.

د ترکیې د هوايي چلند د شرکت  د الوتکو شمیره  ۲۱۸ سلنې او د کارګو  ظرفیت  ۶۲۶ سلنه  لوړ شوی دی. ترکیه  نن ورځ د نړۍ ۳۷۴ نقطو ته  الوتنې لري.

په ۲۰۰۳ کال کې  د ترکیې  د ملکي ټرانسپورت په برخه کې  په مجموعي ډول  ۶۲۶ الوتکو شتون درلود چې د ۲۰۱۸ کال  د دسمبر په وروستۍ ورځ دا شمیره  ۱۴۰۴ ته  لوړه شوې ده .

همداشان  د ترکیې د هوايي ټرانسپورت په برخه کې  استخدام  د ۶۵ زرو تنو نه  د تیر کال په پای کې  ۲۰۵ زرو تنو نه اوښتی  دی.  



اړوند خبرونه