ترکیې د پاکستان او هندوستان ترمنځه منګړتوب ته تیار ښودلی

ترکیه : حاضر یو چې د پاکستان او هندوستان ترمنځه منګړتوب وکړو

1153550
ترکیې د پاکستان او هندوستان ترمنځه منګړتوب ته تیار ښودلی

 ترکیې پاکستان او هندوستان ته د روانې ستونزې د حل په خاطر د منځګړتوب  وړاندیز  وکړ.

دا خبره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو کړې ده . هغه ویلي دي چې  د ترکیې په توګه   د هندوستان او پاکستان ترمنځه  د روانې ستونزې د حل سره  د مرستې هیله لرو.

وزیر چاوش اوغلو وویل چې   نن  سهار يي په رسمي ډول  د منځګړتوب  وړاندیز پاکستان لوري ته  وړاندې کړی دی.

هغه په دواړو خواوو د اعتدال غږ وکړ  او وویل چې  د روانو  حالاتو په اړه اندیښمن یو.

د ترکيې په توګه د روانې ستونزې د مناسب حل غوښتنه کوو. غواړو چې دې مسلې په حل کې مرسته وکړو.



اړوند خبرونه