ولسمشر اردوغان روسیې ته لاړ

ولسمشر اردوغان په سوچي کې د سوریې په اړه په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي

1145117
ولسمشر اردوغان روسیې ته لاړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سوریې اړوند په درې اړخیزه سرمشریزه کې د ګډون په موخه  روسیې ته سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان به  د روسیې د سوچي په ښار کې جوړیدونکې  د سوریې په اړه په څلورمه  درې اړخیزه  غونډه کې ګډون وکړي.

پدې سرمشریزه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر حسن روحاني ګډون کوي.

پدې سرمشریزه کې به د سوریې روانې ستونزې ته د تل پاتې حل په خاطر  استانه د بهیر  او روانو سیاسي  هلوځلو  خبرې وشي.

ولسمشر اردوغان به ددې سرمشریزې په چوکاټ کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین   او  د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره  دوه په دوه لیدنې هم  وکړي.

پدې لیدونو کې به  د سوریې د مسلې سربیره په دوه اړخیزو اړیکو  او د سیمې په مهمو مسلو وغږیږي.



اړوند خبرونه