ترکیې پر ایراني ځواکونو برید وغنده
ترکیې په ایران کې په سپاه پاسداران ځواکونو ترسره شوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.
![ترکیې پر ایراني ځواکونو برید وغنده](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/671d/8c1b/ff9b/5c6506bd2204f.jpg?time=1719083748)
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې « په ډیرې خواشینۍ سره مو د سیستان بلوچستان په ولایت کې د سپاه پاسداران ځواکونو د لیږد په بس موټر د ځانمرګي برید چې په ترڅ کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خبرترلاسه کړ.
ترکیه دا منفور ترهګری برید غندي. د پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء ، د قربانیانو کورنیو ، د ایران حکومت او ملت ته د صبرجمیل غوښتنه کوو او د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوو.»
د یادولو وړ د ه چې تیره شپه د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان بلوچستان د ولایت اړوند د زاهدان په ښار کې د سپاه پاسداران د ځواکونو اړوند د قدس ځواکونو د لیږد په بس د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۲۷ تنو ژوند سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719083748)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719083748)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله