ابراهیم قالن : ترکیه د سوریې په شمال کې د منبج او فرات سیند د ختیځو سیمو کنټرول غواړي

قالن : مونږ غواړو چې د سوریې په شمال کې د منبج او فرات سیند ختیځ برخو اد امنیت کنټرول ترکيې ته وسپارل شي

1138860
ابراهیم قالن : ترکیه د سوریې په شمال کې د منبج او فرات سیند د ختیځو سیمو کنټرول غواړي

د سوریې په شمال کې د منبج  او فرات سیند ختیځ لورې ته د سیمو په اړه د  ترکیې یواځنۍ غوښتنه  ددې سیمو د امنیت کنټرول ترکیې ته سپارل دی. دا خبره  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  ویاند  ابراهیم قالن وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  د وزیرانو د شورا غونډې نه وروسته  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې  د منبج او فرات سیند په ختیځ کې  ادلب ښار ته د ورته  یو ماډل  د رامنځته کولو  غوښتنه کوو . همداشان ترکیه غواړي چې ددې سیمو  کنټرول  ترکیې ته وسپارل شي.

هغه وویل چې  ددې سیمو نه د ترکیې په مقابل کې  کوچنی تهدید او  یا  د ترهګرو ریښو  ځغلولو ته په هیڅډول  اجازه ونکړل شي.

هغه  د ترکیې او امریکا  ترمنځه د منبج  په اړه  د شوي تفاهم  په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « د دوو متحدو هیوادونو  په توګه باید  د منبج په اړه  په شوي تفاهم  عمل پیل شي. پرته  د هر ډول وخت ضایع کولو نه باید  عملي ګامونه اوچت شي. ځکه چې دا مسله  هم  د ترکیې او امریکا ترمنځه د اړیکو، هم د سیمې  او سوریې د امنیت له پلوه  ځانګړی اهمیت لري.»

ابراهیم قالن  هغه  ادعاګانې چې ترکیه  د سوریې په شمال کې د امن د سیمې د جوړولو په مسله کې  د امریکا سره په تفاهم  رسیدلې ده  رد کړې او وویل چې تر اوسه پورې کوم  تفاهم  ندی شوی او پدې اړه مذاکرات دوام لري.

همداشان  ویاند  په سوریه کې د اسد رژیم  په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې زمونږ په اند  د اسد رژیم په سوریه کې خپل مشروعیت د لاسه ورکړی دی. دا رژیم د سوریې لپاره  روښانه راتلوونکی نشي جوړولی.



اړوند خبرونه