اردوغان روسیې ته سفر کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د فبروري په ۱۴ مه نیټه به روسیې سوچي ښار ته سفر وکړي.

1137968
اردوغان روسیې ته سفر کوي

 

هغه وویل چې  په سوچي کې به د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  پدې مرکه کې  د هیواد د مهمو مسلو  او سیمې او نړۍ د مهمو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  د سوریې د شمال په اړه د ترکیې  د سیاستونو په مرکز کې  د سوریې ارضي تمامیت او ملي یووالی  قرار لري. ترکیه د سوریې د ویشلو پلوي نده   بلکې  برعکس  د سوریې  د ارضي تمامیت او ملي یووالي نه  کلک ملاتړ کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیې، ایران او روسیې  پدې مسلې  د سوچي په غونډو کې هر ډول په قاطع  ډول  ټینګار کړی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې یو هیت  روسیې ته تللی وو  او هلته يي په لیدونو کتنو کې ډیره  مثبته  نتیجه  ترلاسه کړې ده .

ددې مهم پرمختګ  او نتیجې سره سم  به  د سوریې د شمال نه  ترهګرې ډلې او سازمانونه هر څه ژر سیمه  تخلیه کړي. دا تخلیه به هم  سوري کډوالو ته  هیواد د ستنیدو  فرصت  ورکړي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د ترکیې لخوا په سوریه کې د پوځي عملیاتو  او یو زیات شمیر سیمې د ترهګرو نه  د تصفیه کیدو سره  تر ۳۰۰  زرو تنو  ډیر سوري کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. همداشان  د ترکیې لخوا د پوځي عملیاتو د تیاریو سره سم  په زرګونو تنه سوري کډوال هیواد ته د ستنیدو شپې او ورځې شمیري. مونږ  اوس  د کډوالو د بیرته ستنولو په پلان کارکوو.

ولسمشر اردوغان هیله لرو چې هر سړی د عقل سلیم نه کار واخلي او خپل مسئولیت  پرځای کړي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ۲۳ زره  لارۍ  وسلې او پوځي مهمات  داخل شوي دي. دا وسلې  نن ورځ د چا په اختیار کې دي. ترکیې  د ترهګرو پر وړاندې په عملیاتو کې  کومې وسلې چې نیولي دي ټولې امریکايي وسلې.

د نوموړو ترهګرو ډلو نه  یوې چې د امریکا نه  وسلې ترلاسه کړې وې  دا وسلې په تور بازار کې بیرته  خرڅلاو ته وړاندې کړي دي.

نن ورځ دا امریکايي وسلې د هغوې لپاره  په یوې ډیرې ښې مالي سرچینې بدله شوې دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګو  کومې وسلې  چې  د امریکا نه ترلاسه کړي دي هلته يي په ملکي وګړو هم  ویشلي دي.

هغه وویل چې ټرمپ  وايي چې د  فرات سیند د ختیځو سیمو نه  خپل ځواکونه وباسي. همداشان  دا ترهګرې ډلې به هم  په شا شي.

هغه وویل هیله ده چې  ټرمپ  هر څه ژر دا ژمنه عملي کړي  او ددې سیمو نه  بهر شي. ترکیه نه غواړي چې  د ګواښونو لاندې ژوند وکړي.

هو  کله چې مونږ  د کوچني  ګواښ  احساس وکړ  سمدلاسه به  په پوځي عملیاتو لاس پورې کړو. ترکیې  د نوموړو عملیاتو لپاره هر ډول چمتوالی  نیولی دی.



اړوند خبرونه