د ترکیې د تحصیلي بورسونو لپاره د نوم لیکنه دوام لري
ترکیه هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په زرګونو تنو ته لوړو زده کړو په خاطر تحصیلي بورسونه ورکوي. ترکیه هر کال په زرګونو تنو بهرنیانو ته په وړیا توګه د لوړو زده کړو زمینه برابروي.
ترکیه هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په زرګونو تنو ته لوړو زده کړو په خاطر تحصیلي بورسونه ورکوي. ترکیه هر کال په زرګونو تنو بهرنیانو ته په وړیا توګه د لوړو زده کړو زمینه برابروي.
پدې چوکاټ کې د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست د ترکیې د تحصیلی بورسونو لپاره د نوم لیکنې بهیر رسمآ پیل کړ.
د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست ریاست دا تحصیلي بورسونه د ترکیې د دولت په مالي مرسته د نړۍ غوره زده کوونکو ته د سالم رقابت د پروګرام له مخې ورکول کیږي. ددې پروګرام په چوکاټ کې د ترکیې په ډیرو مهمو او نامتو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو فرصت ورکول کیږي.
د نوموړو تحصیلي بورسونو د ورکولو نه د ترکیې اصلي موخه د هیوادونو ترمنځه د همکاریو او ټولنو ترمنځه د متقابل درناوي قوي کول او د روښانه راتلوونکې لپاره د ښو او پياوړو کدرونو روزل دي.
د ترکیې تحصیلي بورسونو لپاره د نوم لیکنې لړۍ د ۲۰۱۹ کال د جنوري په ۱۵ مه نيټه پیل او د فبروري تر شلمې نیټې به دوام وکړي.
د ترکیې تحصیلي بورسونو په خاطر مراجعه یواځې او یواځې د انلاین لارې څخه کیږي. د پوستې ، فکس او یا مخامخ لاس په لاس مراجعه نه منل کیږي. همداشان د ثبت نام وړیا دی.
ددې پروګرام په چوکاټ کې د لیسانس، ماسترۍ او دوکټورا په کچه تحصیلي بورسونه ورکول کیږي.
د ویلو ده چې په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه د ترکیې د تحصیلي بورسونو په خاطر ۱۳۵ زرو تنو مراجعه کړې وه.
دم ګړۍ د نړۍ د ۱۶۰ هیوادونو نه ۱۷۵۰۰ تنو د ترکیې د تحصیلي بورسونو په ترلاسه کولو سره په ترکیه کې په لوړو زده کړو بوخت دي.
ترکیه ددې بورسونو سره په نړۍ کې د لوړو زده کړو د سیستم د پياوړتیا په خاطر ډیر مهم او رغنده رول لوبوي.
ترکیه هر کال په اوسط ډول ۷ زرو تنو ته تحصیلي بورسونه ورکوي.
د ویلو ده چې د ترکیې د تحصیلي بورسونو د نوموړي پروګرام نه یواځې بهرنیان ګټه اخیستی شي .
د انټرنټ له لارې د ثبت نام پر مهال د زده کوونکو نه بعضې اسناد غوښتل کیږي. وروسته د ترکیې بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست د متخصصینو لخوا د تحصیلي بورسونو په غوښتنلیکونو غور کیږي.
هغه غوښتنلیکونه چې د لومړنۍ مرحلې نه تیر شي وروسته د ملاقات په خاطر ورته بلنه ورکول کیږي.
ملاقات د یاد شوي ریاست د چارواکیو، اکاډمسینانو ، متخصصینو او کارپوهانو لخوا اخیستل کیږي.
د ملاقات نه وروسته بریالي زده کوونکي د ترکیې تحصیلي بورس حق ترلاسه کوي.
همداشان هغه کسان چې د ترکیې د تحصیلي بورس حق ترلاسه کړي د ترکیې ویزه ورته ورکول کیږي او ترکیې ته راغوښتل کیږي.
په لومړي کال زده کوونکو ته د یو کال لپاره د ترکي ژبې د زده کړې کورس ورکول کیږي.
د ترکي ژبې د زده کړې نه وروسته زده کوونکي د کړو ترجیحګانو په اساس پوهنتونونو ته معرفي کیږي.
د ویلو ده هغه زده کوونکو ته چې د ترکیې د تحصیلي بورس حق ترلاسه کوي او د لوړو زده کړو په خاطر ترکیې ته راځي لیله او میاشتنی یو اندازه تنخوا هم ټاکل کیږي. همداشان نوموړو زده کوونکو په وړیا ته توګه روغتیايي خدمات هم وړاندې کیږي.
د یادولو وړ ده چې نوموړو زده کوونکو ته د راتګ ټکټونه او د زده کړو د سرته رسولو نه وروسته هیواد ته د ستنیدو پر مهال د تګ ټکټونه د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست لخوا اخیستل کیږي.
د ترکیې د تحصیلي بورسونو شایقین کولای شي چې د لاندۍ انټرنټي پټې له لارې ثبت نام وکړي.
https://www.turkiyeburslari.gov.tr