اردوغان : په سوریه کې د امن سیمه د ترکیې نه پرته بل څوک نشي جوړولی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  په سوریه کې د ترکیې په پوله کې یواځنی هیواد چې د امن سیمه  جوړولی  شي  هغه ترکیه ده.

1133381
اردوغان : په سوریه کې د امن سیمه د ترکیې نه پرته بل څوک نشي جوړولی

 

ولسمشر اردوغان دا خبره د ایرزوروم په ولایت کې  د عدالت او پراختیا ګوند  د ښاروالۍ د نوماندانو  د معرفي کولو په مراسمو کې  وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  په سوریه کې د امن د سیمې د جوړولو په برخه کې په شوو ژمنو د عمل په صورت کې به  دا د امن سیمه  ترکیه جوړه کړي. د امن د سیمې  کنټرول باید ترکیې په لاس کې وي. ددینه پرته  بله حل لاره  زمونږ  لپاره د منلو وړ نده. بل هر ډول  وړاندیز په مقابل کې   زمونږ  دروازه  تړلې ده.

دا چې  د امن سیمه  په هر قیمت  جوړیږي  مونږ يي  بدل پرې کولو ته  تیار یو.

ولسمشر اردوغان  په ۱۹۹۸ میلادي کال کې د ترکیې او سوریې ترمنځه  لاسلیک شوي د ادانا تړون نه په یادونې سره وویل « ددې تړون له مخې  مونږ  د چا  بلنې ته  اړتیا نلرو. دا تړون پخپله ترکیې  ته په سوریه کې د هر ډول  منفي پرمختګونو پر مهال  د ننوتو اجازه ورکوي. »

ولسمشر اردوغان  دلته په ونزویلا کې  د کودتا  اقدام  په اړه هم  څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې  مونږ  هیڅکله هم  د کودتاچیانو  ملاتړ ندی کړی، د هغوې تر څنګ دریدلي نه یو  او ددینه وروسته به هم  ترینه ملاتړ ونکړ او د هغوې ترڅنګ به ونه دریږو. د نړۍ په هر ګوټ کې د کودتا سره چې په هر دول  وي  سخت مخالفت کو.



اړوند خبرونه