په سوریه کې پر امریکايي سرتیرو د برید په اړه د ولسمشر اردوغان څرګندونې

اردوغان : ځینې برخې نه غواړي چې امریکايي ځواکونه د سوریې نه ووځي ، د همدې امله خنډونه جوړوي.

1127331
په سوریه کې پر امریکايي سرتیرو د برید په اړه د ولسمشر اردوغان څرګندونې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سوریې د منبیج په سیمه کې  د امریکايي ځواکونو د ګزمې د کتار د تیریدو پر مهال  د چاودنې  په اړه وویل چې پدې برید کې ۵ تنو امریکايي سرتیرو په ګډون ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د کروشیا د ولسمشرې کولیندا ګرابار کیتارویچ سره  په پلازمینه انقره کې  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل  داسې ښکاري  چې  ځینې برخې  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو  وتل نه غواړي. کیدای شي چې دا برید  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو په پریکړې  د منفي اغیزې کولو په خاطر  ترسره شوی وي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو  پوره نیت  او کلکه اراده لري. دا اراده مونږ په هغه کې ولیدله. هغه وویل  مونږ  پدې باور یو چې  دا برید به  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو په لړۍ هیڅډول  منفي اغیزې ونکړي. که چیرې  منفي اغیزې وکړي  دا به د داعش ترهګرې ډلې  ستر بری وي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د داعش ترهګرې ډلې  ځپلو  او ځغلولو ته  به دوام  ورکړو. مونږ  په سوریه کې  د داعش ترهګرې ډلې  ختمولو  او له منځه وړولو ته ژمن یو.

د ویلو ده چې  پرون  د سوریې په شمال کې د حلب ولایت اړوند د منبیج په ولسوالۍ کې  د امریکايي ځواکونو د کتار د تیریدو پر مهال  درنده چاودنه وشوه چې له امله يي ۲۰ تنه مړه او نږدې شل تنه نور ټپیان شول.

د برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست. 



اړوند خبرونه