د ترکیې د وزیرانو شورا د سوریې په مسلې غونډه وکړه

د ترکیې  د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې  د سوریې په پوله کې جوړیدونکي  د امن  سیمې  کنټرول به د ترکیې په اختیار کې وي.

1126487
د ترکیې د وزیرانو شورا د سوریې په مسلې غونډه وکړه

 

هغه  دا څرګندونې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته وکړې.

قالن وویل چې  د وزیرانو د شورا په غونډه کې د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو په مسلې په هر اړخیزه توګه غور وشو. ترکیه به د ترهګرۍ پر وړاندې  مبارزه  او د هغه ترهګرو  سازمانونو پر خلاف چې د ترکیې ملي امنیت ته ګواښ مخامخ کړی دی  مبارزې ته په هره برخه کې  دوام  ورکوي.

هغه زیاته کړه چې  ترکیه به په ځانګړې توګه د سوریې په مسله کې  د سیاسي او ډیپلوماسۍ  د لارو سربیره  د پوځي لارو نه هم  کار واخلي. ترکیه به د سوریې په مسله کې  هم د مذاکراتو په میز  او هم  د ساحه کې  رغنده  رول ولوبوي.

ابراهیم  قالن وویل چې ولسمشر اردوغان به  د جنوري په ۲۳ مه نيټه  د روسیې پلازمینې مسکو ته  سفر وکړي. ددې سفر موخه په ځانګړې توګه  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه رامنځته د حالاتو  په اړه به د روسیې سره  په هر اړخیزه توګه خبرې وشي.

همداشان پدې سفر کې به ولسمشر اردوغان د خپل روسي سیال سره  هم  په دوه اړخیزه اړیکو او هم  د سوریې او سیمې په وروستیو  پرمختګونو  خبرې وکړي.

قالن  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو د مسلې په اړه  د یو تن خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل «  تیره اونۍ  امریکايي هیئت  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو اړوند  یوه پنځه ماده ایزه قرارنامه  ترکیې ته تسلیم کړه. دا قرارنامه  غیرې رسمي  او د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو تر عنوان لاندې وه. »

هغه  د امریکا د ولسمشر لخوا ترکیې ته د اقتصادي ګواښونو  په اړه وویل چې   دا ډول تهدیدونه  نور کومه ګټه نکوي او په ماضي کې پاتې دي. نن نوی هدف وټاکل شو او ددې مثبتې اجندا  سره  به  کار کولو ته دوام  ورکړو.

همداشان  قالن  د روسیې نه د پيریدونکو اس ۴۰۰ توغندیو او د امریکا  د غبرګون په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  زمونږ  لپاره  د اس ۴۰۰ توغندیو او یا د امریکا د پاتریوت  توغندیو د رانیولو  په اړه کومه  ستونزه  شتون لري. همداشان پدې اړه  کوم شرط هم  شتون نلري.

 



اړوند خبرونه