په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

د ترکیې  ایدن ولایت  د کوش ادا سي  په ولسوالۍ کې  د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.

1126078
په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

 

د ایدن ولایت د سواحلو د امنیت د قومندانۍ  د معلوماتو له مخې  د کوش اداسي په ولسوالۍ کې  د ناقانونه  کډوالو  کښتۍ  د نامعلوم لامل له امله  سمندر کې ډوبه شوه.

د کښتۍ د ډوبیدو په اړه يي د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته  د ژغورنې ډلې  سیمې ته  واستول شوې. د ژغورنې ډلو  ۴۶ تنه  کډوال ژوندي ژغورلي  او  د یو تن ۴ کلن ماشوم  مړی  د اوبو نه  راویستی دی.

ویل کیږي ژغورل شوي  کډوال  چې  ماشومان هم  پکې شتون لري  د طبي معاینې په خاطر  د کوش اداسي  دولتي روغتون ته  انتقال شوي دي.

د ژغورنې د ډلو لخوا د پلټنې چارې دوام لري.



اړوند خبرونه