د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

اردوغان او ټرمپ ټیلیفوني خبرې وکړې

1125737
د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ ته وویل چې  ترکیه د کردانو سره نه  بلکې د هغه ترهګرو سازمانونو سره چې د ترکیې امنیت ته ګواښ مخامخ کړی دی  مبارزه کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا  ولسمشر ټرمپ ته دا خبره  د ټيلیفون په کرښه وکړې. د ترکیې او امریکا ولسمشرانو  تیره شپه  ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  یو ځل بیا د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو د لړۍ د پيلولو نه  او پدې اړه د ولسمشر ټرمپ د پریکړې نه  هر کلی وکړ او وویل چې ،  ترکیې او ناټو سازمان د متحد  په توګه  د امریکايي ځواکونو د وتو د بهیر سره هر ډول  مرستې او ملاتړ ته چمتو یو.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان  د ټرمپ سره  پدې ټيلیفوني خبرو کې  د دواړه اړخیزو اړیکو  او سوریې په وروستیو پرمختګونو هم  خبرې کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د څرګندونو له مخې  دواړو مشرانو  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته امنیتي تشې د نه رامنځته کیدو په خاطر د منبیچ په تړون د عمل کولو او د امریکايي ځواکونو  د وتو د بهیر پر وړاندې خنډ جوړونکو ته   فرصت نه ورکولو په مسلې  ټینګار وکړ. همداشان  دواړو مشرانو د  سالمو اړیکو  او ارتباطات  په اهمیت هم  ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان او ټرمپ  پدې ټیلیفوني خبرو  کې د سوریې په شمال کې  د ترهګرو نه  پاکې  د باامنه سیمې  د جوړولو په فکر هم  غور وکړ.

ولسمشر اردوغان  پدې ټیلیفوني خبرو کې  د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ترکیه د کردانو سره  هیڅډول ستونزه نلري، په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو  یواځنۍ موخه  د ترکیې ملي امنیت ته ګواښ مخامخوونکو  د پ ک ک او په سوریه کې ددې ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي پر خلاف مبارزه ده.

د ویلو ده چې  د امریکا متحده ایالتونو  ولسمشر دونالد ټرمپ  وړمه  ورځ  د ټولنیزې مډیا له لارې پيغام په خپرولو سره  ترکیې ته ګواښ کړی وو. هغه ویلي وو که چیرې ترکیه په سوریه کې  په کردانو  بریدونه وکړي  امریکا به ترکیې ته سخته اقتصادي ضربه ورکړي.

د ټرمپ  دې ګواښ  د ترکیې  ډیر سخت غبرګونونه پارولي وو.

د تیرې شپې په ټيلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو د اقتصادي اړیکو په ودې هم  ټینګار وکړ.

د بله پلوه  د سپینې ماڼۍ  ویاندې سارا سندرز هم  د ولسمشر اردوغان او ټرمپ  د ټيلیفوني خبرو په اړه  ارزونې وکړې.

هغې وویل چې پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو  او دوه اړخیزو اړیکو په مسلې خبرې وکړې.

همداشان  دواړو مشرانو په متقابلو همکاریو  او د سوریې په شمال کې د ترکیې په امنیتي اندیښنو  خبرې وشوې. ټرمپ  د ترکیې نه په سوریه کې د کردانو په مقابل کې  چې  د امریکا سره د داعش په ځپلو کې  مرسته کړې ده د بد چلند نه کولو غوښتنه وکړه.

هغې وویل چې  د امریکا ستر درستیز جنرال ډانفورد به  د سې شنبې پر ورځ د ترکېې د ستر درستیز جنرال یاشار ګولر سره  په لیدنه کې  د سوریې په مسله کې په ګډو همکاریو خبرې وکړي.

 



اړوند خبرونه