اردوغان : د سوریې دروند بار ترکیې په اوږو کړی او لافې نور وهي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  پ ک ک او وای پ جي ترهګرې ډلې  په هیڅډول د کردانو استازي ندي.

1121510
اردوغان : د سوریې دروند بار ترکیې په اوږو کړی او لافې نور وهي

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ترکیې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند  اونیزې غونډې ته په وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  پدې وینا کې  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې او د څانګې وای پ جي ترهګرې ډلې په اړه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جان بولتن  څرګندونو په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه  په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پيل راهیسې د نوي اساسي قانون او ازادو ټاکنو  په مسلې  ټینګار کوي. د سوریې  د روان بحران  تر ټولو  دروند  بار  ترکیې په خپلو اوږو اخیستی دی. ترکیې  په میلیونونو تنو  سوري کډوالو ته پناه ورکړې ده . همداشان په سوریه کې هم  د ترهګرو پر وړاندې تر ټولو  قوي مبارزه هم  ترکیې کړې ده او کوي يي. ترکیې د فرات ډال د پوځي عملیاتو سره په سوریه کې تر ۳زرو تنو ډیر داعشي ترهګر ووژل.

په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې ماتې ته  د ترکیې اتلو ځواکونو لار اواره کړه . ترکي ځواکونو د هغوي  مقامت  مات کړ. سوریه په اصل کې د داعش د بلا نه ترکیې وژغورله. ولسمشر اردوغان وویل چې په اسراییلو کې  د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جان بالتون د پ ک ک او د هغوې د څانګو په اړه څرګندونې په هیڅډول د منلو وړ ندي.

زمونږ  او پدې هیواد کې  کوردان  د پ ک ک او وای پ جي ترهګر  نه پیژني چې څوک  دي. پس څه ډول  دوی  د کوردانو  استازي بلل کیږي. دوی په هیڅډول د کوردانو  استازي کیدای نشي. بالتون  ډیره لویه  اشتباه کړې ده . مونږ پدې برخه کې په هیڅډول چا غوښتنو ته  غاړه نه ږدو. که چیرې  دوی  ترهګر  وي  او ټولې نړۍ  د ترهګرو په توګه منلي وي باید د ترهګرو په څیر ورسره معامله وشي. که بل څوک يي نه کوي  نو مونږ حاضر یو چې  چاره يي وکړو.

ولسمشر اردوغان د هغه ادعاګانو په اړه چې ترکیه په سوریه کې د کوردانو پر خلاف جنګیږي ډیر سخت غبرګون وښود او زیاته کړه« دا  یو  ډیر  پست، رزیل، بې حیثیته  او چټل  تهمت دی. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  د شوي تفاهم  په اساس  په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې د پاتو شونو پر خلاف د مباررې په خاطر تیاري سرته رسیدلي دي.

همداشان  ترکیه به د داعش ترهګرې دلې سره  سم  د پ  ک ک او وای پ جي ترهګرې ډلې پر خلاف هم عملیات ترسره کړي.

په نږدې وختونو کې به د ترکیې خاوره  ددې ترهګر د شر نه وژغورو.

هو که چیرې  زمونږ  ددې مبارزې او مجادلې  پر وړاندې بل کوم ترهګریز سازمان  خنډ جوړ کړي د هغوې سرونه به هم  وځپو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د پ ک ک او وای پ جي لخوا د داعش پر خلاف مبارزه  لوی فریب او د نورو په سترګو کې خاوره شیندل دي.

د داعش او پ ک ک ترمنځه  ننۍ شخړه په اصل کې  د خپلو منافعو  شخړه ده.

ولسمشر اردوغان  په فرانسه کې روانو مظاهرو ته په اشارې سره وویل ( په فرانسه کې د زیړو واسکټ لرونکو  مظاهره چیانو  لویه برخه  د پ ک ک ترهګرې ډلې پلویان او غړي تشکیلوي. فرانسه هم  پدې ډیره ښه پوهیږي . ایا دوی پدې اړه  تحقیقات  کړي دي؟ ددې ترهګرو د ورانکارۍ لمن  سبا نورو هیوادونو ته هم  غځیږي. )



اړوند خبرونه