ټرمپ په افغانستان کې د پخواني دفاع وزیر متیس په ستراتیژۍ نیوکه وکړه

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  وویل چې امریکايي جنرالانو په افغانستان کې لکه څرنګه چې لازم  دی هغه ډول کار ندی کړی

1118272
ټرمپ په افغانستان کې د پخواني دفاع وزیر متیس په ستراتیژۍ نیوکه وکړه

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  وویل چې امریکايي جنرالانو په افغانستان کې لکه څرنګه چې لازم  دی هغه ډول کار ندی کړی .

امریکا ولسمشر  په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو  په جنرالانو نیوکه وکړه.

هغه  دا نیوکې په سپینه ماڼۍ کې د کابینې په غونډه کې  پوښتنو ته د ځوابونو په ترڅ کې وکړې.

هغه  د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل « لکه څرنګه چې پوهیږۍ  مونږ  په افغانستان کې خپلو جنرالانو ته  هر ډول امکانات  په اختیار کې ورکړي دي. هر څومره  پیسې چې غوښتې ورکړي مو دي خو له بده مرغه چې  ښه کار يي ندی کړی. ۱۹ کاله کیږي چې په افغانستان کې جنګیږي. پخواني د دفاع وزیر جنرال متیس  د ۷۰۰ میلیاردو دفاعي بودیجې په اړه  زما نه  مننه وکړه  خو زه د هغه نه دا پوښتنه کوم  چې تا څه وکړل؟ هغه زما لپاره څه کړي دي؟  هغه په خپل کار کې ډیر قابله  نه وو.په افغانستان کې د هغه د کړو کارونو نه راضي نه یم او باید چې راضي نشم. »

ټرمپ  وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  جنرال متیس  د پخواني ولسمشر اوباما لخوا هم  له دندې ګوښه کړې شوی وو چې ما هم  هغه له دنده ګوښه کړ.

زه نتیجه غواړم. ټرمپ په راتلوونکې کې  د افغانستان اړوند د خپل پلان په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « هر څه چې  لازم  او صحي  وي هغه به وکړو. طالبانو  او نورو سره  په خبرو بوخت یو. نن ورځ  هند  هلته  دی. روسیه  هم  هلته ده. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  پخواني  شوروي اتحاد  چې کله په افغانستان کې  جګړه پیل کړه په ننۍ روسېې بدل شو. په کلونو کلونو يي جګړه وکړه او بالاخره يي افلاس وکړ. پاکستان باید په افغانستان کې وجنګیږي. نور هیوادونه باید وجنګیږي. »

ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې  په افغانستان کې د طالبانو او داعش ترمنځه په نښته کې  امریکا مداخله کوي داسې وویل، « طالبان او داعش دواړه زمونږ دښمنان دي. تیره اونۍ ما خپلو جنرالانو ته وویل چې  په افغانستان کې  داسې سیمې شتون لري چې  طالبان او داعش پکې د یو بل سره په جګړه کې بوخت  دي. تاسې ولې هغوې ته د یو بل سره  د جګړې کولو  اجازه نه ورکوۍ؟ مونږ  ولې د هغوې په منځ کې مداخله کوو؟ هغوې دواړه زمونږ دښمنان دي. پریږدۍ چې د یو بل سره  جګړه وکړي. که چیرې زه جنرال  وای  په واقعیت سره چې ډیر به بریالی وای.»

ټرمپ  خبریالانو ته وویل چې  د تیلو یو بډایه هیواد  مشر چې د نوم اخیستو نه يي ډډه وکړه  راته وویل  که چیرې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه بهر شي  افغانستان به یو ځل بیا د طالبانو او داعش په مرکز بدل شي. ما  د هغه په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې د جګړې  مصرف  زمونږ په غاړه دی. امریکا څه مجبوریت لري چې  دا  پیسې  مصرف کړي؟

هغه په ځواب کې راته وویل چې حاضر دي چې په افغانستان کې د امریکا د عملیاتو سره  مالي مرسته وکړي.



اړوند خبرونه