ترکیه په اروپا کې هم د وندالیزم او هم د شدت او زور زیاتي سره مخالفت کوي

د ترکیې د بهرنیو چارو  وزیر مولود چاوش اوغلو په اروپا کې روانو مظاهرو ته په اشارې سره وویل ، ترکیه هم  د ورانکارۍ او وندالیزم  او هم  د شدت  او زور زیاتي سره  مخالفت کوي.

1104708
ترکیه په اروپا کې هم د وندالیزم او هم  د شدت او زور زیاتي سره مخالفت کوي

 

د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو  په پلازمینه انقره کې جوړ شوی  د اصلاحاتو د کاري ډلې په پنځمه  غونډه کې ګډون وکړ.

وزیر چاوش اوغلو د غونډې نه وروسته خبري غونده کې د خبریالانو پوښتې ځواب کړې.

چاوش اوغلو  په اروپا کې د فرانسې په ګډون په بعضو هیوادونو کې روانو مظاهرو ته په اشارې سره وویل ، ترکیه لکه څرنګه چې د ورانکارۍ او وندالیزم سره  مخالفت کوي په همدې شان  د شدت او زورزیاتي سره هم  مخالفت کوي.

هغه  ترکي وګړو ته د اورپا د ویزې د مسلې نه هم په یادونې سره وویل « اروپا ته پرته د ویزې سفر کول  د ترکیې د وګړو مسلم  حق  دی. مونږ  د همدې  بې ځایه  او ناحقه  خنډونو  د لرې کولو په خاطر  هلې ځلې کوو.»

چاوش اوغلو  د اکتوبر په دویمه نيټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د وژل شوي  سعودي خبریال قاشقچي د جنایت په اړه هم  د پوښتنې په ځواب کې وویل ، ترکیه د قاشقچي لپاره د عدالت د تامینولو په لټه کې ده. د جنایت په اړه نوي دلیلونه او شواهد  ترلاسه شوي دي. دا د ټولو سره  وخت په وخت شریکیږي. له بده مرغه چې سعودي عربستان تر ننه پورې  ددې جنایت د روښانه کولو په برخه کې زمونږ سره هیڅډول همکاري نده کړې.

هغه وویل چې  دا خبره پخپله مونږ مجبوروي چې  د قاشقچي د جنایت د روښانولو په خاطر په نړۍواله کچه  د تحقیقاتو د پيلولو غوښتنه وکړو. د جي شل سازمان د سرمشریزې په چوکاټ کې  د یو زیات شمیر هیوادونو وزیرانو په ګډه  د مراجعه کولو نیت څرګند کړ.

چاوش اوغلو  د سوریې په شمال کې د امریکا متحده ایالتونو لخوا د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګې وای پ جي سره د مرستو په اړه هم  پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل که چیرې امریکا غواړي چې  وای پ جي ترهګرې وروزي  دا په اصل کې د سیمې سره  ستر خیانت  دی.

ترکیه به هیڅکله هم  پدې خیانت  سترګې پټې نکړي.



اړوند خبرونه