د استانبول څارنوالۍ د قاشقچي د جنایت په تړاو د سعودي عربستان د دوو تنو وګړو د نیولو غوښتنه وکړه

د استانبول  لوی څارنوالۍ  د جمال قاشقچي  د جنایت په تړاو د سعودي عربستان د دوو تنو وګړو  د نیولو  غوښتنه وکړه.

1100832
د استانبول څارنوالۍ د قاشقچي د جنایت په تړاو د سعودي عربستان د دوو تنو وګړو د نیولو غوښتنه وکړه

 

د استانبول لوی څارنوالۍ  د سعودي عربستان  د منتقد  او مخالف  ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت په تړاو  د احمد اسیري  او د سعود القحطاني  د نیولو  غوښتنه کړې.

ویل کیږي  نوموړي  دوه  تنه  د سعودي عربستان د د وژل شوي  ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت پلان کوونکي  دي.

د ترکیې یو تن  جپګپوړي چارواکي  د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې پدې ښه پوهیږي چې  د ترکیې  ددې غوښتنې سره سره  به  سعودي عربستان هیڅډول اقدام  ونکړي. د نوموړو کسانو په د نیولو په اړه به ګام اوچت نکړي.

نوموړي چارواکي چې د نوم د اخیستو نه ډډه شوې ویلي دي که چیري سعودي عربستان د جمال قاشقچي په جنایت  تورن  کسان  ترکیې ته اعاده کړي  او دلته محاکمه شي  دا خبره به د نړۍوالې ټولنې اندیښنې  رفع کړي.

د یادولو  وړ ده چې  د ژورنالست جمال قاشقچي د روان میلادي کال د اکتوبر په دویمه نیټه  د واده د رسمي اوراقو په خاطر په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو سره  سم  په ډیره  بې رحمانه توګه په قتل ورسول شو. سعودي عربستان  په پیل کې د نوموړي جنایت  د پټولو  هڅه وکړه  او انکار يي وکړ خو  د ترکیې او نړۍوالې ټولنې د فشارونو له امله يي  ۱۸ ورځې وروسته  اعتراف وکړ.

سعودي عربستان اعتراف وکړ چې  قاشقچي  په استانبول کې ددوې په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.

ترکیه  د نوموړي جنایت  د روښانولو غوښتنه کوي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جي شل  سرمشریزې په چوکاټ کې  هم په ټینګار سره وویل چې  دا  مسله تعقیبوي  او تر څو چې  دا جنایت  په کامله روښانه نشي  لاس ترینه نه اخلي.



اړوند خبرونه