ولسمشر اردوغان د پاراګوای نه وروسته وینزویلا ته ورسید

ولسمشر اردوغان د وینزویلا پلازمینې کاراکاس ته ورسید

1099153
ولسمشر اردوغان د پاراګوای نه وروسته وینزویلا ته ورسید

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جي شل په سرمشریزه کې د ګډون نه وروسته  د لاتینې امریکا  هیوادونو ته  خپل سفر پيل کړی دی.

ولسمشر اردوغان  د خپل سفر په لومړي تم ځای  پاراګوای کې  د رسمي  لیدو کاتو نه وروسته  وینزویلا ته سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان  د وینزویلا پلازمینې کاراکاس ته  ورسید.

ولسمشر اردوغان ته  د کاراکاس  په نړۍوال هوايي ډګر کې  د  وینزویلا د ولسمشر د لومړي مرستیال، بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر  او په نوموړي هیواد کې د ترکیې لوی سفیر او انقره کې د وینزویلا د لوی  سفیر په ګډون  د لوی هیت لخوا هر کلی وویل شو.

ولسمشر اردوغان سره  پدې سفر کې د هغه میرمن  آمنه اردوغان، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز، د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق، د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار او د سوداګرۍ وزیره  رخسار پکجان  ملګرتیا کوي.



اړوند خبرونه