په ترکیه کې خونړۍ ټرافیکي پیښه رامنځته شوه.

په مالاتیا ولایت کې د جنازې موټر د چپه کیدو له امله تر شلو ډیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

1092613
په ترکیه کې خونړۍ ټرافیکي پیښه رامنځته شوه.

د ترکیې  د مالاتیا په ولایت کې  د کوچني مساپروړونکي بس د چپه کیدو له امله  تر شلو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پیښه  د مالاتیا ولایت  داریندي  په ولسوالۍ کې  رامنځته شوې ده .

د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پيښه  د موټر چلوونکي  لخوا د کنټرول  د لاسه ورکولو  له امله  رامنځته شوې ده .

پولیسو ویلي دي چې  پدې پیښه کې  لږ تر لږه ۷ تنه مړه  او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پیښې سیمې ته  یو زیات شمیر امبولانسونه، روغتیايي او ژغورنې ډلې استول شوي دي.

د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته  انتقال شوي دي.

عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په بس کې  جنازه  د استانبول نه مالاتیا  ولایت ته  انتقالیده  چې  د مالاتیا ولایت  په مربوطاتو کې  دا پيښه رامنځته شوه.

 



اړوند خبرونه