په کابل کې د میلاد النبي ص د کلیزې په لمانځغونډې د ځانمرګي برید په اړه د ترکیې سخت غبرګون

ترکیې د کابل د تیرې شپې ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده

1091960
په کابل کې د میلاد النبي ص د کلیزې په لمانځغونډې د ځانمرګي برید په اړه د ترکیې سخت غبرګون

ترکیې  د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د میلاد النبي د کلیزې د لمانځنې په مراسمو  ځانمرګی برید له امله يي په لسګونو تنو  دیني علماو په ګډون  ملکي وګړو ته  مرګ ژوبله اوښتې  ډیر سخت غبرګون څرګند کړ.

ترکيې  دا د اسلام او بشریت  ضد  برید په کلکو ټکو وغنده .

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت  د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  په ډیرې خواشینۍ سره مو  تیره شپه  په پلازمینه کابل کې  د میلاد النبي ص د کلیزې د لمانځنې په مراسمو د ځانمرګي برید نه چې له امله يي په لسګونو تنو ملکي او بې ګناه انسانانو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده  خبر ترلاسه کړ. ترکیه  دا برید په ډیرو کلکو  ټکو غندي  او د پیښې د قربانیانو لپاره  د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته  د عاجلې شفاء د قربانیانو کورنیو او د دوست او ورور هیواد افغانستان خلکو ته  د صبر جمیل غوښتنه کوو. همداشان د دوست او ورور هیواد  افغانستان حکومت ته  د تسلیت مراتب وړاندې کوو. ترکیه  د ورور ملت سره  پدې غم کې ځان شریک  بولي .

د یادولو وړ ده چې  تیره  د افغانستان په ځايي وخت  د ماسختون  د شپږنیمو بجو په شاوخوا کې  د کابل د هوايي ډګر په جاده کې  د اورانوس په نامه د هوټل په تالار کې  د میلاد النبي ص  د کلیزې په لمانځغونده کې  ځانمرګی برید وشو.

پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او تر ۸۰ تنو ډیر ټپيان شوي دي. د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې  په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه