په ترکیه کې تیره ورځ سقوط شوې الوتکه وموندل شوه

د سقوط شوې الوتکې د پیلوټانو مړي وموندل شول

1091103
په ترکیه کې تیره ورځ سقوط شوې الوتکه وموندل شوه

 په ترکیه کې تیره ورځ سقوط شوې الوتکه  د نږدې شلو ساعتونو  د پلټنو نه  وروسته  نن  وموندل شوه.

د ویلو ده چې تیره ورځ  د سهار په ساعتونو کې په دینیزلي ولایت کې  د  یوې تعلیمي الوتکې د سقوط نه خبر  ورکړ شو.

د الوتکې  د پیلوټانو د موندولو په خاطر  د پلټنې او ژغورنې عملیات پیل شول چې  د نږدې شلو ساعتونو پلټنو نه وروسته  الوتکه وموندل شوه.

د دینیزلي ولایت  والي  حسن قره خان  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  سقوط شوې الوتکه  او په الوتکه کې  د دوو تنو مړي  وموندل شول.

والي  ویلي دي چې سقوط شوې الوتکه  د ایدن ولایت  د قره جه سو  په ولسوالۍ کې  موندل شوې ده .

پدې پیښه کې یو تن پیلوټ او یوې هم  نوماندې پيلوټ  ژوند د لاسه ورکړی.



اړوند خبرونه