د کابل د تیرې ورځې ځانمرګي برید په اړه د ترکیې غبرګون .

ترکیې په کابل کې د تیرې ورځې برید په کلکو ټکو وغنده

1086672
د کابل د تیرې ورځې ځانمرګي برید په اړه د ترکیې  غبرګون .

ترکیې  د افغانستان په پلازمینه کابل کې  تیره ورځ  پر لاریون کوونکو  د ترسره شوي ځانمرګي برید په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

ترکیې  د تیرې ورځې د برید د غندنې سربیره  د خواخوږۍ  پيغام خپور کړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي  د تسلیت په پیغام کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو  تیره ورځ په پلازمینه کابل کې  په غزني او ارزګان ولایتونو کې  د امنیت غوښتنې په اړه په جوړ شوي  لاریون  د ځانمرګي برید  چې په ترڅ کې  ګن شمیر بې ګناه  انسانانو ته  مرګ ژوبله اوښتې  خبرترلاسه کړ.

ترکیه  دا برید په کلکو ټکو غندي، د پیښې قربانیانو ته  د الله د دربارڅخه د مغفرت، ټپیانو ته  د عاجلې شفاء، د قربانیانو کورنیو او د ورور او دوست هیواد افغانستان ملت ته  د جمیل صبر  او افغانستان حکومت ته  د تسلیت  مراتب وړاندې کوو. پدې غم کې ځان  شریک  بولو. پدې پوره باور لرو چې ترهګر او انسانیت دښمنان  ددې ډول  ضد انساني کړنو سره  خپل هدف ته رسیدلی نشي.

د یادولو وړ ده چې  پرون  د ماسپخین په ساعتونو کې  په پلازمینه کابل کې  په رایون کوونکو  ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې  ۶ تنه مړه  او تر ۲۰ تنو ډیر ټپيان شول.



اړوند خبرونه