په ترکیه کې یو ځل بیا د ناقانونه کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه.

په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

1086024
په ترکیه کې یو ځل بیا د ناقانونه کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه.

د ترکیې د ازمیر ولایت د دیکیلي  په ولسوالۍ کې  د ناقانونه کډوالو  کښتۍ  په سمندر کې ډوبه شوه.

د ازمیر ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د ناقانونه کډوالو  یوه کوچنۍ کښتۍ چې  د سمندر له لارې  اروپا ته د تیریدو هڅه کوله  د نامعلوم سبب له امله  په اوبو کې ډوبه شوه.

ویل کیږي  پدې کښتۍ کې  ۱۲ تنو  کډوالو شتون درلود چې ۲ تنو  يي  په لامبو   ځانونه وچې ته  راویستي  او ژغورل شوي  خو لس تنه  نور لا درکه شوي دي.

پيښه نن د سهار په ساعتونو کې  رامنځته شوه. ژغورل شوو کډوالو  سمدلاسه پولیسو ته خبر ورکړ.

پولیسو د  سواحلو د امنیت  ځواکونو سره په ګډه  د پيښې ځای ته  د ژغورنې ډلې واستولې . په سیمه کې  د لا درکه شوو کډوالو  د ژغورولو په خاطر عملیات دوام لري.

ویل کیږي  د ژغورنې پدې عملیاتو کې  درې کښتیو ګډون کړی دی. همداشان  یوه چورلکه د هوا  له لارې په سیمه کې  پلټنې کوي.

ویل کیږي  تر اوسه پورې  یو تن ندی موندل شوی.

د ویلو ده چې د کډوالو د هویت په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه