اردوغان او ټرمپ ټيلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

1079973
اردوغان او ټرمپ ټيلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو د مرکز د معلوماتو له مخې  پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  په سوریه کې په وروستیو پرمختګونو او د منبیچ او ادلب د مسلو په اړه خبرې شوي دي.

دواړو مشرانو  د دوه اړخیزو اړیکو د لا مضبوطولو  په خاطر  د جدي ګامونو د اوچتولو  او  د دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسلو په اړه لا زیات  د تماس په نیولو  تفاهم وکړ.

همداشان ولسمشر رجب طیب اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې د روانۍ اوونۍ په پیل کې د امریکا  د پتیسبرګ په ښار کې په کنیسه  ترسره شوی  برید په کلکو ټکو وغنده  او ددې پيښې په اړه يي  د امریکا ولسمشر  ته  د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

د بله پلوه  سپینې ماڼۍ  بیا   د ولسمشر اردوغان او ټرمپ  د ټیلیفوني خبرو په اړه ویلي دي چې  دواړو مشرانو په ځانګړې توګه  په سوریه کې  د همغږۍ  او ددې ستونزې د حل په خاطر په ګډه په کار کولو ټینګار وکړ.

د سپنې ماڼۍ ویاندې ساراه سندرز د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  ولسمشر دونالد ټرمپ  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  سره  ټیلیفوني خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو په ځانګړې توګه په سوریه کې  د همغږۍ  او ستونزې د حل په خاطر په ګډه د کار کولو په مسلې تفاهم وکړ. د ترکیې ولسمشر د پیتسبرګ د پيښې له امله  د امریکا  ولسمشر ته  تسلیت  مراتب وړاندې کړي دي.  



اړوند خبرونه