ولسمشر اردوغان : هر څه ژر به په سوریه کې د ترهګرو پر خلاف پوځي عملیات پیل کړو

ترکیه په سوریه کې د ترهګرو پر خلاف پراخه پوځي عملیات پیلوي

1078152
ولسمشر اردوغان : هر څه ژر به په سوریه کې د ترهګرو پر خلاف پوځي عملیات پیل کړو

 د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان  په سوریه کې د فرات نهر په ختیځو سیمو کې د ترهګرو پر خلاف  په نږدې کې د پوځي عملیاتو د پیلولو نه یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند  اونیزې غونډې ته په وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل « د سوریې د مسلې د حل نه پرته  په هیواد  کې ډاډمند راتلوونکی  ناممکنه ده. » هغه وویل د سوریې نه  زمونږ هیواد ته د مخامخو تهدیدونو د لمنځه  وړو په خاطر  مجبور یو چې پدې هیواد کې د ترهګرو پر خلاف پوځي عملیات پیل کړو.

ولسمشر اردوغان د سوریې په مسله کې په نړۍوالې ټولنې د نیوکې سره وویل «  نن ورځ  چې د سوریې مسله  پداسې یو  ناڅرګندۍ کې قرار لري دا تول  د نړۍوالې ټولنې لخوا د سوریې مسلې ته  لکه څرنګه چې لازم وو  دقت  نه کولو نه سرچینه اخلي. نړۍواله ټولنه پدې مسله کې ډیر زیات مسئوله ده.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه « نن  ورځ  مونږ  پدې ډیر ښه پوهیږو چې  د داعش ترهګرې ډلې  یو زیات شمیر جنګیالي  د ځينو ډلو لخوا له سره روزل کیږي  او سیمې ته راستول کیږي. داعش  بلا  نن  د همدې ډلو په مرسته د چا خبره په سیمه کې  یو ځل بیا د حاکمیت پر لورې روانه ده. ځینې برخې  چې په سیمه کې خپلو شومو موخو ته د رسیدو په خاطر  د ټولو ترهګرو نه پرته د کوم  توپیر نه  د الې په توګه  استفاده کوي  اوس غواړي چې  دا پلیته لوبه  یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړي. مونږ  پوره باور لرو چې د سیمې او نړۍ خلک  د داعش ترهګرې ډلې  دا پلیته  لوبه  هیڅوخت  نه هیروي.

ولسمشر اردوغان وویل  هغه برخو ته چې  د یو پلو نه  داعش ترهګرې ډلې  له سره  د ژوندي کولو هڅه کوي او د بله پلوه  بیا د اسد رژیم  تحریکوي  او غواړي چې  پدې ډول  سوریه یو ځل بیا د وینو په جهیل بدله کړي  اجازه ورنکړو.

د سوریې د فرات نهر په ختیځ کې  د پرتو ترهګرو  ډلو  د لمنځه وړو په خاطر به پوځي عملیات پيل کړو.

ددې پوځي عملیاتو په اړه تیاري، پلانونه او ټول پروګرامونه  حاضر  دي. حتا  په تیرو ورځو کې مو  د نوموړو  ترهګرو د ځالو  د لمنځه وړو په خاطر  په فعلي ډول سره  په بریدونو هم  پیل کړی دی. انشاالله چې په ډیر نږدې راتلوونکې کې به  د لا پراخو  او قوي پوځي عملیاتو سره  د ترهګرو ټولې ځالې له منځه یوسو.



اړوند خبرونه